ولسي جرګه: د حکومت تورونه چې طالبانو کندز کې جنسي تېري او چور تالان کړی، درواغ دي
کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي دي، چې د حکومت او ځنو نړيوالو ادارو له لوري په کندز کې پر طالبانو دا تورونه پورې کول، چې جنسي تېري يې کړي او د خلکو کورونه او مالونه يې لوټ کړي دي، بې بنياده دي.
په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي کمال صافي تېره ورځ د «انجمن جوانان افغان باور» په يوه غونډه کې په همدې اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ويلي دي، په تېرو ۱۳ کلو کې د حکومت له لوري کندز ته نه توجه، د دې لامل شو، چې خلک له حکومته لرې شي.
صافي زياته کړه: «د ارګ له لوري په بېلابېلو نومونو لکه اربکيان، ملېشه او… د غير مسؤولو وسله والو ملاتړ او تمويل په کندز کې د نا امنۍ او د مخالفينو د ليکو د مضبوطېدو اصلي لامل دی او وسله والو مخالفيونو له دې فرصته ستره ګټه پورته کړې ده.
نوموړي ويلي دي، چې ځنو کسانو د کندز پر معامله ډېره ګټه ترلاسه کړې ده، چې د هغې له منځه يوه یې د کندز د والي عمر صافي لرې کول او د ګڼ شمېر مجرمينو تښتېدل دي او دا خلک لا هم غواړي د مرکزي اسيا له خلکو د همدې قضيې له امله قلنګ واخلي.
کمال صافي په همدې وخت کې د ګډ حکومت پر مشر غږ کړی دی، چې اجازه ور نه کړي، په کندز کې عام ولس د ژبې او سيمې پر بنسټ زيانمن شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبد الرحيم ايوبي هم ورته څرګندونې کړې دي، نوموړی وایي: «کندز سقوط وکړ، خو مخالفينو هيڅ دولتي او خصوصي بانک نه دی چور کړی، امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام يې نه دي تخريب کړي، په کندز کې د جنسي تېريو د تر سره کېدو چيغې په نظام کې جاسوس وګړي وهي».
د هغه په وينا کله چې مکتبونه نه دي سوځېدلي، قوماندانۍ نه ده تخريب شوې، جنسي تېري هم نه دي شوي، او که شوي وي، ځواب يې بايد حکومت ووايي.
ياده دې وي چې طالبانو نږدې يوه اونۍ وړاندې کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له ولکې وويست او تر دې دمه يې ډېری سيمې په لاس کې دي، د سيمې خلکو له دوی سره د طالبانو له سلوکه خوښي څرګندوله او د ډېری شنونکو په وينا دا له دې امله چې خلک په کندز کې د هغو ملېشو او اربکيانو له ظلمونو تنګ راغلي وو، چې حکومت يې ملاتړ کاوه.



