ننګرهار : نن بټي کوټ کې داعشیانو یو لوي ديني عالم وژلی

(کابل ټکی کام :چهار شنبه،تله ۱۵ ،۹۴ ۱۳ل)
نن سهار ننګرهار كې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند شاش خېلو سیمه کې داعش وسله والو د دغې ولسوالۍ یو دیني عالم وژلی دی.
د بټي کوټ چار واکو نن رسنیو ته ویلي دي چې، د یادې ولسوالۍ ستر ديني علم مولوي ګل اغا ولسوالۍ سره نږدې له كوره د مدرسې پر لور روان و چې داعشي وسله والو ډزې پرې وکړې او ځای پر ځای يي وواژه .
د چارواکو په وینا « مولوي ګل اغا» نن سهار له شاش خېلو څخه پاوكم اووه بجې وې مدرسې ته روان وه، چې د داعش وسله والو په ډېرې بې رحمۍ شهيد كړ .
په ننګرهار ولایت کې د داعشي وسله والو ډېری داسې دیني عالمان، قومي مشران او عام وکړي په بېلابېلو تورونو تورن کړي او وژلي يي دي.
دغه راز تېره ورځ داعش جنګیالیو په کوټ ولسوالۍ کې یو ځوان افغان حکومتي چارواکوته دجاسوسۍ په تور سر غوڅ کړ .
حماس افغان



