د ترکیې دوه کښتۍ سره جنګیدلي، ۳ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی

ترکي چارواکو خبر ورکړی، چې د استانبول د سمندر په سواحلو کې د سمندري ځواکونو کښتۍ له یوې لویې بار وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې، چې د سمندري ځواکونو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده.

چارواکو ویلي، چې دا پيښه د استانبول د فاسفورس په تنګناه کې رامنځته شوې ده، چې د امنیتي ځواکونو کښتۍ ډوبه شوې او ۳ سرتیري یې وژل شوي او یو بل لادرکه دی.

د پيښې ځای ته ژغورونکې کښتۍ رسیدلي دي او د ۴ تنو عسکرو ژوند یې ژغورلی دی.

د استانبول والي واصف شاهین په خپله سیمې ته ورغلی او د پېښې په اړه یې خبریالانو ته معلومات ورکړل، ده وویل، چې د سواحلو د امنیتي ځواکونو کښتۍ د یوې بار وړونکې کښتۍ سره ټکر کړی، چې د امنیتي ځوکونو د ۷ عسکرو څخه ۴ ژوندي ژغورل شوي او ۳ تنه وژل شوي او یو تن لادرکه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button