(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی
نن د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره په ارګ کې ولیدل.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اشرف غني او عبدالله سره لیدلي، غني د عبدالله خبرې په پوره صمیمانه فضا کې واوریدلې.
په اعلامیه کې راغلي، چې اشرف غني به د عبدالله خبرې وڅيړي او درې ورځې وروسته به دویمه غونډه وکړي.
روښانه نه ده، چې دواړو مشرانو په کومو موضوعاتو بحث کړی دی؛ خو عبدالله په اشرف غني یو لړ نیوکې کړې وې چې پریکړې یې یو طرفه او له ده سره سلا مشوره او لیدل نه کوي، همدارنګه عبدالله ګواښ کړی و، چې له دې وروسته به دده شخصیت وپيژني او پوره ۵۰سلنه د واک غوښتنه به وکړي

















