(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی
د ترکیې په شمال لویدیځ کې یوه روزنیزه الوتکه غورځیدلې، چې په کې ۲ تنه سپاره وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، په الوتکه کې یو استاد او بل یې زده کوونکی و، چې الوتکه یې غورځیدلې او دواړه استاد او شاګر په کې وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، چې الوتکه د استانبول له هوايي ډګر څخه الوتې وه او د احمد اهي کلي ته څیرمه یې سقوط کړی.
د پیښې سیمې ته د بیړنیو پیښو سره د مبارزې او د امبولانس عملې رارسېدلي دي.
تر اوسه د الوتکې د غورځیدلو سبب نه دی معلوم شوی، خو د چارواکو په وینا پلټنې روانې دي.
















