امریکا د خپلو بندیانو د خوشې کولو لپاره ایران ته ۴۰۰ میلیونه ډالره ورکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۹) زرغون خوږیاڼی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائيد کړه، چې ایران ته یې د خپلو څلور برمته شوو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې ۴۰۰ ملیونه ډالر ورکړي دي.

د امریکا له انکار مخکې جوته شوې وه، چې امریکا د جنوري په میاشت کې ایران ته ۴۰۰ میلیون ډالره نقدې پیسې په الوتکې کې ورانتقال کړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست ویلي وه، چې ایران ته پیسې په ایران کې د امریکايي بندیانو د خلاصولو لپاره نه دې ورکړل شوي.

امریکا ویلي وو، چې هغه ۴۰۰ میلیون ډالره چې ایران ته یې د جنوري په میاشت کې ورکړي دي د دې پخاطر نه وې، چې د برمته شوو امریکايانو د خلاصولو لپاره ایران ته باج ورکړي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي کربي وویل، چې پیسې وروسته له هغه ایران ته ورکړل شوې چې پنځه یرغمل شوي امریکایان خوشې شول او په الوتکې کې کښیناستل.

کربي وایي امریکا پدې کار سره غوښتل چې د “خپلو اتباعو په خوشې کولو کې برلاسی اوسي.”

دا لومړی ځل دی چې د جمهور رئیس اوباما حکومت په عامه توګه اعلان کوي چې دا پیسې یې د بندیانو د خوشې کولو لپاره ورکړیدي.

د امریکا حکومت وایي دا پالیسي نلري، چې د بندیانو په بدل کې چا ته پیسې ورکړي؛ خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل چې دا پیسې ایران ته د یوې محکمې د جوړجاړي پر اساس ورکړل شویدي.

تر اوسه د اوباما په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button