
په سکاټلنډ کې د اسرائيلو پر خلاف مظاهره وشوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۹) الماس خدرخېل
په سکاټلنډ هېواد کې د اسرائيلو او سکاټلنډ فوټبال ټيمونو تر مينځ په لوبه کې، د دې هېواد وګړو د فلسطينيانو سره د همدردۍ له مخې مظاره وکړه. په مظاهره کې زرګونو خلکو ګډون کړی و، چې د لوبې پر مهال سکاټلنډيانو ورسره راوړي د فلسطين هېواد بيرغونه راوويستل او په رپولو يې پيل وکړ.
ويل کېږي، چې لوبه د سکاټلنډ هېواد د ګلاسکو په ښار کې جوړه شوې وه او د نوموړي هېواد چارواکو له بنديزونو سره، سره د سکاټلنډ هېواد په زرګونو وګړو د فلسطينیانو سره خپله همدردي وښودله، د فلسطين پر خلاف يې د اسرائيلو سياستونه وغندل او په لوبغالي کې يې د اسرائيلو پر خلاف شعارونه ورکول.
مظاهره کوونکو په بيت المقدس، لويدځې تراړې او غزه کې د اسرائيلو کړنې وغندلې.
د يادونې وړ ده چې د فوټبال اروپايي فدارسيون لوبغالو ته د بيرغونو په راوړلو بنديز لږولی دی.



