لوی حنفي عالم او د صفوة التفاسیر مصنف شیخ محمد علي صابوني وفات شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۹) زرغون خوږیاڼی

شیخ محمد علي صابوني په ۱۹۳۰ کال کې د سوريې په حلب ښار کې د شیخ جمیل صابوني په کور کې وزیږید.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار څخه چې هغه هم په حلب ښار کې یو لوی عالم دین و، ترسره کړې، په ابتدايي عمر کې یې د قرانکریم حفظ وکړ، وروسته یې د وخت له سترو علما‌ءو څخه شیخ محمد نجیب سراج، احمد الشماع، محمد سعيد الإدلبي، محمد راغب الطباخ او د محمد نجيب خياطة په لاس دیني او ساینسي علوم زده کړل.

په عصري علومو (کیمیا او فیزیک) کې یې ستره پوهه درلوده. په ۱۹۵۲ کال کې د الازهر جامعې څخه د شریعت له څانګې څخه فارغ شو. په ۱۹۵۴ کې یې د قضاء په علومو کې تخصص وکړ او وروسته سوریې ته ستون شو.

په سوریه کې تر ۱۹۶۲ پورې دلوړیو ښوونځیو د اسلامي کلتور درس ورکولو، بیا سعودي کې د شریعت د کلیې استاد شو، په مکه مکرمه کې د د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد هم پاتې شوی دی.

نومړی په سیمه کې د حنفي فقهې یو ستر مدرس پاتې شوې.

شیخ محمد علي صابوني ۳۳ کتابونه او رسالې لیکلي دي.محمدعلی صابونی

نور معلومات وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button