
ویاړلې ازادي او زموږ غفلت
لیکوال: سیف الرحمن رحماني
افغانستان همیشه د یرغلګرو او جفا کارو لپاره ماتم کده ثابته شوې ده، د تاریخ پرسینه یې د ژوندانه ټول پړاونه د غیرت په دنیا کي پاته شوي لیکل شوي دي، د میړاني او شجاعت کارنامي یې اوس هم د ولسونو په زړونو د غیرت ولولې را پاروي، د مختلفو وختونو د یرغلګرو زړونه اوس د دې خاوري د نوم په اوریدلو په لړزه راځي، د دې خاوري ولسونه همیشه خپلواک او ازاد پاته شوي دي، هغو یرغلګرو چي دې خاوري ته یې د افرادو د غلامۍ فکر راوړی وو اوس هم د ستړیا احساس کوي، اوس هم پر وجود د زخمونو احساس کوي.
پر دې هیواد او دې ملت خورا لویې امپراطورۍ او یرغلونه راغلي، خو بیرته یې شرميدلي ماتي خوړلي، دلته ډیري مشهوري امپراطورۍ هم په ګونډو شوي دي لکه د روستم، چنګیز، انګریز، هندي مغل، چنائي مغل، روسان اوسنۍ امریکا او ورسره اووه څلویښت نور هیوادونه چي دې کي کمونسټان، عیسویان، یهودیان، او یو شمیر نور ملحدین او مرتدین هیوادونه شمولیت لري کوم چي ځان د صلیبي اتحاد سره ګډ بولي لکه ناټو او ایساف چي یوه ګډه کفري ټلواله ده، خو ملت ته زېری وړاندي کوم چي دا صلیبي امپراطوري به د زوال تیاره ډیر ژر وویني، لیکن چي کوم تخمونه یې کرلي د هغه سره به بیا ډیر وخت لاس او ګریوان یو په تیرو درې لسیزو کي یې مجاهد، پیر، سید، خان، معلم، انجینر، قومندان، امیر او مامور د ملت او هیواد والو په وړاندي منفور او غیر منظور کړل یعني د دې اشخاصو شخصیت دې حد ته ورسولو چي که اوس د دې اشخاصو نوم د هیواد هر وګړي ته واخلي، نو دغوسي او کرکي کرښي یې په ټنډه له ورایه ښکاري.
د افغانستان د هرځلي اشغال او بیا ازادۍ سبب دادی چي زموږ واکمني څیري تل د پردو تر تاثیر لاندي او د خپلو باداري ملګرو د غلطو او خود غرضو مشورو ښکار شوي دي، که موږ لږ فکر هم د تاریخ پر تیرو واقعو وکړو نو معلومه به شي چي نه تیر انګریزان خپله راغلي وه، خو ملا مشک عالم او علمي جهادي اشخاصو وشړل، نه کمونسټان خپله راغلي وه، خو د علمي جهادي مشرانو په فتوا او د ولس رواني مبارزې وشړل او نه هم اوس امریکایان خپله راغلي دي، خو طالبان یې په شړلو بوخت دي.
نن موږ خپل هغه رښتني بهادر او ازادي غوښتونکي اتلان هیر کړي دي یواځي او یواځي مو د امان اللّٰه خان د نوم سره د ازادۍ الفاظ ثابت ساتلي دي، نور نه یو خبر چي امان اللّٰه خان ازادي د چا په مرسته وګټل، امان اللّٰه خان د افغانستان هغه باچا دی چي په (۱۹۱۹زیږیز) کال یې د خپل ملــــــــت په ملاتړ انګريزان له هیواد څخه وشړل او یو خپلواک حکومت یې په وجود راوړ، خو هیره دي نه وي چي امان اللّٰه خان د ښځو د بې پردې کولو لومړی پاچا هم ګڼل کیږي ولي لومړی یې خپله کوروالا په نیم لوڅ ډول د نوي تمدن ازادي او په نننی اصطلاح ډیموکراسي شکل یوه عامه نندارتون ته راڅرګنده کړه او د انګریزي استعمار یو هدف همدا وو.
خو باید دا هم ووایو چي غربي هیوادونو ته د سفر کولو وروسته امان اللّٰه خان له خپل دریځ څخه په بله واوښت،ملت خپلي قربانۍ د دې لپاره ور کولې چي د صلیبي امپراطورۍ څخه ځان خلاص کړي او یو اسلامي حکومت رامینځ ته کړي د هند او برتانیا نظام خو افغانانو نه غوښتلو خو امان اللّٰه خان یې ورته پر قربانیو قدمونه کېښودل، موږ خپل ویاړلی تاریخ په خپلو لاسونو په خپله ړنګوو د شهامت او شجاعت خاوندان مو د تاریخ له صفحو لیري کوو او پر ځای یې سیکولر او کمونسټ افراد ور داخيلوو چي دا هم د تاریخ لمنځه وړل دي



