ترکي لومړی وزير: که روسيه وغواړي د ترکيې هوايې فضا کارولی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۱) الماس خدرخېل

د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم ويلي دي، چې روسيې تر اوسه پورې له دوی څخه د انجيرليک د هوايي اډې غوښتنه نه ده کړې، خو که دوی د اړتيا په وخت کې وغواړي، چې له دې هوايي اډې استفاده وکړي نو دوی به يې منع نه کړي.

ترکيې د داعش سره د مبارزې په موخه نړيوالو ځواکونو ته د انجيرليک اډه پرانيستله، چې له هغې څخه په اوس وخت کې امريکا، قطر، المان او يو شمېر نور هېوادونه د داعش په مقابل کې استفاده کوي.

يلدرم دا څرګندونې يو روسي خبريال ته کړي: چې روسيه په سوريه کې دوه هوايي اډې لري، زمونږ نه يې د انجيرليک د اډې غوښتنه نه ده کړې شايد اړتيا به ورته نه لري. تر دې دمه روسي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې ايران هم روسانو ته اجازه ورکړه، چې د دوی د هېواد له فضا څخه په استفادې په سوريه بمبارد کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button