هلمند ته د جګړې په موخه يو شمېر امريکايي ځواکونه ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۱) الماس خدرخېل

د هلمند چارواکو ويلي، چې د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ته يو شمېر امريکايي ځواکونه وسلوالو طالبانو سره د جګړې په موخه ورغلي.

د هلمند ولايت ويندوی عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې په سلګونو امريکايي عسکر د لښکرګاه ښار په بست هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوی، هغه وويل چې د اړتيا په وخت کې به ياد امريکايي ځواکونه په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې د هلمند په دوه نظامي اډو کې مخکې هم امريکايي سرتيري و، خو د دوی با وجود هم موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو ولکې ته ولوېدې.

هغه زياتوي، فکر نه کوم چې امريکايي ځواکونه دې د امنيت په ټنګښت کې مرسته وکړی شي.

نوموړي وويل: که د امريکايي ځواکونو د مېشتولو پرځای د افغان ځواکونو په رهبرۍ او ليکو کې پوره اصلاحات راوستل شوي وای، د هلمند ډېرې سيمې به د وسلوالو طالبانو ولکې ته نه لويدې او امنيت به هم د پخوا په شان خوندي او پراخه وی

ويل کېږي، چې همدا اوس ۲۰۰ امريکايي سرتېري په بست هوايي ډګرکې ځای پرځای شوي دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېرامريکايي سرتېري له هغې وروسته ځای پرځای کيږي، چې دغه ښار د وسلوالو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی اوغزيدلې لارې يې ټولې د وسلوالو طالبانو لخوا تړل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button