
ناکام دولت
قاري خالد
دهیواد په لر او بر کې دطالبانو عملیات تر بل هر وخت تېز او توند روان دي، جګړه دپوستو له سقوطه د ولسوالیو تر سقوطه رسېدلې او نږدې ده چې دولایاتو سقوط شروع سي
لښکرګاه کلابنده ده، له قندوسه دوتلو لارې بندې دي، له بغلانه ددولت عسکر دتېښتې لار نلري، په نورستان کې درز ـ غوبل دی، په فراه او اوروزګان کې اور بل دی، دننګرهار حصارک، او دقندوس خان اباد ولسوالیانې فتحه سوې او دعلي آباد او شېرزادو ولسوالیانې دسقوط په درشل ولاړې دي
هره ګړۍ حکومتي چارواکي او جنرالان دبمونو او هدفي وژنو دلاسه ژوند بایلي
ډېری ځوانان له هیواده په منډه دي او د اروپا په ازغنو لارو او دخلیج په شږلنو دښتو ځانونه سپاري.
په کابل بانک چور ګډ دی، دملي شتمنیو لوټ تالان شروع دی، د اردو اسلحې شخصي ډیپوګانو ته انتقالېږي، دولایاتو مراکز شخصي ملېشو قبضه کړي، دمځکو غصب ته یې مټې بډ وهلي او دغریبو وګړو بېړه غرقه ده
د ارګ دننه بله لوبه روانه ده؛ دواک پر سر ړنده معامله جریان لري، عجیبه رسه کشي ده، دړندو بازار دی، پُرس او پرسان ندی معلوم چې چا دچا خوا نېولې، بس زورونه یې شروع کړي او هر سړی ددرندې تلې په لټه لالهانده دی.
ملي ارزښتونه شاته غورځول سوي، اسلامیت تر پښو لاندې دی، ولس له لوَږې ټنډارې وهي، مزدور بېچاره کرۍ ورځ دښار په واټ کې پړی پر لاس سرګردانه ولاړ وي، عمراني کارونه په ټپه ولاړ دي او چې کوم سته هغه دزورواکانو په ظالمانه پنجو کې لتاړ دي، حکومتي بستونه په ډالرو پلورل کېږي، حتی چې دچپړاسي بست په ډالري رشوت ممکن دی
په حکومتي دوائرو کې له رشوت ورکولو پرته خبر کول محال دي، ریسان او وزیران ځانګړي کمیشن کاریانې لري، خپل ـ خپلوان یې پر لوړ پوړو څوکیو نازولي او کښته څوکۍ یې درشوت اخیستنې لپاره کرایه کړي
تر ټولو بده یې داده چې معارف کې هم بستونه په ډالرو ویشل کېږي، مسلکي کدرونه په کورونو ناست دي او سفارشیان او راشیان په څرخکي څوکیو.
دټرانسپورټ وزارت په هر موړ یو پاټک جوړ کړی، بیا یې په زورواکانو ټیکه کړی او له موټروانانو ناقانونه پیسې اخلي
دا یو څو وړې بېلګې دي چې دوه سری حکومت ورکې ناکام دی، که په سترو پروژو او عمراني کارونه کې دغبن یادونه وکړو بلها پاڼې به پرې ډکې سي
دحکومت د رأس خلک په دې ټولو بدبختیو کې شریک او لتاړ دي، او قصدا یې ددې خوار ولس ځورولو او لوټ ـ تالان کولو ته مټې بډ وهلي
مافیایي کړۍ په چارو واکمن دي او شخصي ګټې یې په ملي او اسلامي ګټو مخکښ او مقدمې کړي
ترڅو چې موږ د اسلامي نظام دتنفیذ ږغ پورته نکړو، تر هغو به د افرادو دموخو قربانیان وو او مال، هال او ژوند به مو دګواښ سره مخ وي.



