کابل ټکی کام (۱وږی، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې وروستی پاتې شوی ستر پوځي پنډ غالی تیره شپه د وسلوالو طالبانو تر سختو بریدونو لاندې راغلی.
په دې پوځي پنډغالي کې د حصارک ولسوالۍ څخه ورغلي پولیس او اربکیان او همدغه راز د حصارک ولسوالۍ د مرستې لپاره راغلي کوماندو عسکر راټول شوي دي.
طالبان وایي چې تیره شپه ۱۱ بجې یې د سختو بریدونو لاندې نیولي او دمحاصرې کړۍ یې پرې تنګه کړي ده.
وسلوالو طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په محاصره شوي پنډغالي کې یې د قومندان (منیرهمت ) انځري او خاني په شمول اتلس تنه عسکرو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولي چې له دې جملې نه یې شپږ کوماندو عسکر وژل شوي او اته تنه ټپیان دي.
حصارک ولسوالي وړمه ورځ د طالبانو لاس ته لویدلي او په سیمه کې یوازینی همدا پوځي پنډغالی دی چې لا وسلوالو طالبانو نه دی نیولی.
پرون د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي و چې حصارک ولسوالي یې بیرته له وسلوالو طالبانو نیولي خو ذبیح الله مجاهد یې ادعا رد کړي او وایي چې دیر ژر به دا پنډغالی هم پخپله ولکه کې واخلي جګړه په شدت سره دوام لري.


















