(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی۱) الماس خدرخېل
د افغاني حاجيانو لومړنی پرواز د بلخ مولاناجلال الدين محمدبلخي هوايي ډګر څخه د سعودي عرب پر لور وشو.
د بلخ د حج او اوقافو رئيس محمود دانشجو رسنيو ته وويل، چې په دې لومړني پرواز کې ۷۵۲ نفره د حج د مناسکو د اداء کولو لپاره سعودي عرب ته ولاړل.
د بلخ ولايت د حج اوقافو رئيس وويل، چې په روان کال کې به د افغانستان شمال او شمال شرق ولايتونو څخه ټول ۶۲۰۰ تنه د حج د اداء کولو لپاره سعودي عرب ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه، چې د ۶۲۰۰ تنو حاجيانو څخه يې ۱۰۴۰ تنه صرف د بلخ ولايت څخه دي.
نوموړي وويل، چې سعودي عرب ته د تګ راتګ ټول مصارف ۲۳۰۰ امريکايي ډالره کېږي.
هغه دا هم وويل، چې په تېرو کلونو کې به افغان حاجيان په مکه مکرمه کې د ډېرو مشکلاتو سره مخ کېدل، خو اوس د افغاني حاجيانو ټول مشکلات حل شوي او خپله د حج فريضه به بغير له کوم تشويش نه اداء کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې به افغاني حاجيان ترانسپورتي، غذايي، رهبر نه لرلو او يو لړ نورو مشکلاتو سره مخ کېدل.


















