هلمند ته نور امريکايي ځواکونه لېږل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱) زرغون خوږیاڼی

په افغانستان کي د امريکايي ځواکوانو وياند ويلي دي، چي ۱۰۰ نور امريکايي عسکر د هلمند مرکز لښکرگاه ښار کې د امنیت خوندي کولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

بريد جنرال چارلز ويلي دي، چي دغه عسکر ئې په لښکرگاه ښار کي د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ او روزني له پاره هلمند ته لېږلي دي.

امنیتي چارواکو ویره څرګنده کړې ده، چې هلمند د طالبانو په لاس له احتمالي سقوط سره مخ دی.

طالبانو په تيرو څو اونيو کي لښکرگاه ښار ته نژدې ځيني سیمي نيولي او لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.

د هلمند امنیتي چارواکو ويلي دي، چي د دغه ولايت نژدې ۸۰ سلنه سيمي طالبانو نيولي دي او اوس د ولایت مرکز لښکرګاه ښار د سقوط سره مخ دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د نورو امریکايي عسکرو په اړه ویلي دي، چې دا پوځیان د جګړې لپاره کافي دي، دوی به د اړتيا په وخت کي د افغان ځواکونو په ملاتړ په هوايي او مځکنيو عملياتو کي ګډون کوي.

 ویاند ویلي، چې د امريکايي ځواکونو دغه ډله وړمه شپه د امريکايي چورلکو په وسيله د بست هوايي ډګر کي کښته شوه، چي همدلته څېرمه بست زون کي يې د اوسېدني ځای چمتو کړی دی.

بلخوا د هلمند د ولايتي شورا مرستيال مجيد اخندزاده وايي، فکر نه کوي، چي د امريکايي ځواکونو راتګ دي، هلمند کي امن خوندي کړي.

دی وايي، که دولت د ځواکونو پر ښې رهبرۍ او د هغوئ د ليکو پر اصلاح کار وکړي، نو دا د بهرنيو ځواکونو تر شتون د هلمند د امن لپاره ښه ثابت سوی و.

ویل کیږي چې شپږ مياشتي دمخه هم ۱۰۰۰ تنه امريکايي عسکر د هلمند د ښورات پوځي اډې کې د اافغان ځوکونو د ملاتړ لپاره  ځای پر ځای شوه.

د شنونکو په وینا، د ناټو او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکني بریدونو کې زیات ملکي وګړو ته د سر او مال زیان رسیږي او تر ډیره نشي کولی چې مخالف وسله وال په نښه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button