زکریاحقانی
اوښکو راځئ زما ګریوان ته میلمانه راغلي
د زړگي كور ته مي غمونه بيگانه راغلي
سنگه سلگۍ وکړمه سنګه یې پوښتنه وکړم
د ژوند دردونه مې فراق په زبانه راغلي
ما ویل پښتون یم د ژړا غیرت به نه کومه
نن مې سلګیو ته له ورایه پښتانه راغلي
دسمال مې راکړئ چی دا خپلې اوښکي ودروم
واړه غمونه د جانان له بیلتانه راغلي
پریژده چې ښه په ژاړه وژاړم او ستړی شمه
د خوګ جانان څو خاطرې په بهانه راغلي
زکریا بس دی څوک د ژوند ملګری مه جوړه وه
همدومره بس دي چې سلګی دې په سینه راغلي


















