بیړنی خبر: بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو سرتیری برید شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱) زرغون خوږیاڼی

په بګرام ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په قطار سرتیری برید شوی، چې په کې ۱۲ امریکايي پوځيان او ۵ افغان پولیس وژل شوي دي.

طالبانو په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي ، چې ددوی یو سرتیري ملګري نن مازدیګر ناوخته شاخوا ۵ بجې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ اړوند پل سیاد سیمه کې د امریکايي ځواکونو یو قطار په داسې مهال د فدايي برید لاندې ونیول شو، چې ټانکونه ولاړ او امریکايي عسکر ورڅځه لاندې راکوز شوي وو

ذبیح الله مجاهد ویلي، سرتیری برید ګر عبیده نومیدو، چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکی و، نوموړي خپل له منفجره موادو څخه ډک موټر د امریکايي عسکرو د ولاړ قطار په مينځ کې منفجر کړ، چې له امله يې ۲ ټانکونه په ټولیز ډول وسوزیدل، ۱۲ تنه امریکايي عسکر ځای پرځای ووژل شول او ګڼ شمیر نورټپيان شول.

طالب ویاند وايي، چې په برید کې ۵ تنه هغه پولیس وژل شوي، چې د امریکايی قطار څخه یې ساتنه کوله.

تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button