په رېښــــتیا چې قیمتي غمی و

لیکوال: صفي الله رائد

د یو لوی علم سربېره  فصیح او بلیغ مقرر هم و، ذهانت او تقوی یې اوج ته رسېدلې وه، په اهل سنت والجماعت کې یو منل شوی مناظر ګڼل کېده،  په رېښتیا چې نمونه یې احناف و، په رېښـــــتیا چې وکیـــل احناف و،  شـــــــــــــــــــــــــــهید شیـــــــــــــــخ القران والحدیث  غــــــــــــــــلام حضرت غلام الحنفي، یادوم.

په رېښـــــــتیا چې قیمتي غمی و.

شهید شیخ صاحب  سره  ما په لمړي ځل د خټکو پل پاچا صاحب مدرســــه کې چې د میلاد النبي جلسه وه، په داسې حال کې ولید، چې جلسه ښـــه په جوش کې روانه وه، په زرګونو طالب العلمان ورته راغلي ول،ډیری افغاني مشائخ کرام هم جلسه کې حاضر و، چې د جلسې په جریان کې ګڼه ګوڼه شوه، او ټول طالبان د احترام او ادب په خاطر ودریدل ، ویل یې: شـــــــیخ صاحب راغی، شیخ صاحب د ممبر ښي اړخ ته کېناست او تر لګ انتظار وروســـته ورته د تقریر بلـــنه ورکړل شوه.

شیخ صاحب لا تقریر نه و شروع کړی چې د څنګ یو طالب راته وویل: شــــیخ صاحب یو قیمتي غـــــمی ده.

شیخ صاحب تر بلنې وروسته له مشرانو شیوخو په عاجزۍ د تقریر اجازه واخيسته او په موســـکا موســـکا سټېج ته راغی. تورې سترګې، تورې څڼې، او ښــکلی غټ  زیړ پټکی یې پر سر و، دنګې ځوانۍ یې د ده ښــکلا لا یو پر دوه کړې وه، ما یې چې نوراني مخ ته کتل مینه مې پرې راغله، ځکه چې ټوله جلســـه پرې ښـــایسته ښــکارېدله،مخامخ سټېج پرې ښــکلی برېښېده.

ما یې چې کله په ښـــکلي انداز کې تقریر وارید،حیران یې کړم، داسې له واقعیت او حقیت نه ډک مدلل بیان یې  وکړ، چې زما په زړه کې یې نوې هیلې را وټوکولې، ډېر ورته خوښ شوم، زړه مې راته ویل چې افغانان څمره بختور دې چې دداسې قیمتي غمي څخه برخمن دي، د تقریر تر اورېدلو وروسته مې د څنګ ملګري ته وویل: شیخ صاحب په رېښــــــتیا چې قیــــمتي غـــمی ده، هغه راته کړل خبرې یې هم ملغلرې دي، دا غالباً ۲۰۱۱ء کال و.

تر دې وروسته مې ډېر ځلي بیا ولید، څو وارې یې دلیدلو لپاره خپلې مدسې ته ورغلم، او کومې جلسې ته به چې شیخ صاحب د تقریر لپاره دعوت و،نو زه به هم دې  ده دلیدلو په خاطر هغې جلسې ته ورتلم، ځکه ډېر راباندې ګران شوی و،او د ګرانښت وجه یې دې ده  علم او تقوی وه. ډېر خوښ مزاجه او خوش اخلاقه انسان و،چې کله به هم زه ورسره مخ شوم نو  موســکی به شو، او را ته به یې ویل:  قاري صاحب څنه یې؟  خیر دی؟  سبقونه مو څنګ روان دي؟ دغه پوښتنې به یې رانه په موســــکا موسکا کې کولې،  او زه به یې لیدلو ته دومره خښ وم چې مابه یې جواب په ژبه نشوی ورکولی ، بس هسې به مې ورته بې اختیاره کتل، په دیدن به یې نه مړیدم، د خبرو به یې تږی او د لیدلو به یې وږی وم، ځکه چې الله پاک ده ته څمره لوی علم ورکړی و، همدومره یې په اخلاقي لباس هم ښکلی کړی و.

داچې له علم سره  د تصوف خاوند هم و، دظاهري ښــکلا  سربېره په باطني ښکلا کې هم پټ و.

په همدې وجه خو قیمتي غمی بلل کېده، داسې یو قیمتي غمی چې اوسني عصر کې ترې یواځې افغانان برخمن و، دا داسې یو غمی و چې ورځ تربلې یې ښکلا زیاتېده او لا پسې قیمتي کېده.

دا سپېڅلی غمی له ډېره وخته د مکار دوښـــــمن تر څار لاندې و، ځکه دوی غوښتل چې دا پاکيزه غمی مات کړي، ځکه چې د همدې  پاکېزه  غمي شعاو یې  سترګې برېښولې او سوزولې،

چې بلاخره یې د تېرې جمعې مبارکې په ورځ د جمعې له لمانځه وروســته یې په داسې حال کې چې پلاریې هم ورسره و،  شــــهید کړ.

انا لله وانا الیه راجعون.

روح یې ښاد یادونه به یې تل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button