تخار: امریکایي الوتکو لسګونه ښځې او ماشومان شهیدان کړي دي.

کابل ټکی کام (۱- وږی، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې تیره شپه درې بجې طالبانو پر امنیتي او دفاعي پوستو او د ولسوالۍ پر مرکز تعرضي بریدونه وکړل چې تر سهاره یې له یوې مخې ټولې پوستې او د ولسوالۍ مرکز ونیو او دولتي ځواکونو پښې سپکې کړې. خو بریزر لس بجې د تخار ولایتي چارواکو له امریکایي هوایي ځواکونو وغوښتل چې د خواجه غار په ولسوالۍ کې پر وسلوالو طالبانو هوایي بریدونه وکړي.
په پیل کې عسکرو او پولیسو پر طالبانو تهاجمي بریدونه وکړل خو په دې ونه توانیدل چې طالبان د ولسوالۍ له مرکز څخه په شا وتمبوي، د تخار د والي د بیا بیا غوښتنې په بنیاد امریکایي الوتکو د یادې ولسوالۍ پر بازار او شاوخوا د عامو خلکو پر کورونو ناترسه بمباردونه وکړل، د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو زیات شمیر ملکي خلک شهیدان او یو شمیر کورونه او دوکانونه وسوځول.
دسیمې اوسیدونکی شیر بای چې دا هرڅه یې پخپلو ستر ګو لیدلي وایي چې امریکایي چورلکو او ډرون الوتکو پر هیچا صرفه ونکړه او له څیرمه یې عام خلک بمبار کړل، شیربای وایي چې دولتي ځواکونو ونشو کولی چې طالبان مات کړي او د زیاتو تلفاتو په لیدلو بیرته وتښتیدل خو کله چې امریکایي طیارو پر عامو خلکو بمبار پیل کړل طالبان د ولسوالۍ له مرکزه ووتل خو اوس هم د ولسوالۍ د مرکز په شاوخواکې شتون لري.
د شیربای پلار خیبر بای چې له سترګو یې غبرګې غبرګې اوښکې را روانې وې په غریو نیولي غږ وویل : دولتي ځواکونه چې طالبانو سخت ځپلي و ، پر طالبانو یې زور نه رسیده نو امریکایي الوتکې یې راوغوښتې او غچ یې له مونږ بیګناه خلکو واخیست.
له ماسپښین وروسته چې د تخار ولایت پوځي او ملکي چارواکي د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته د یو شمیر انځوریزو رسنیو له خبریالانو سره را ورسیدل د الوتکو په بمبارونو کې سوځیدلي دوکانونه او کورونه یې پر طالبانو تاوان کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button