په بغلان کې د عطاءمحمد نور په پلوۍ ۲۰۰ تنه ملېشه جوړه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲) الماس خدرخېل

په بغلان ولايت کې د ولايتي شورا مرستيال محبوب الله غفاري د عطاء محمد نور په ملاتړ ۲۰۰ تنه په ياد ولايت کې مسلح کړي دي.

د دغو ۲۰۰ سوو نامسؤله ملېشو قومندان وايي، چې نوموړي کسان يې، د بغلان ولايت له درېيو ولسواليو د محبوب الله په امر راټول کړي او وسلې يې ورته وېشلي.

قومندان وويل، چې نوموړې ملېشه د عطاء محمد نور په ملاتړ راټوله شوې او د هغه په امر هر قسم مبارزې ته تياره ده.

تر دې دمه د بلخ ولايت سرپرست عطاء محمد نور د هغه د ملاتړ لپاره د دې کسانو د مسلح کولو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې  له تېرو څو اونيو راپدېخوا د اجرائيه رئيس او ولسمشر اشرف غني تر مينځ د واکونو پر سر اختلافات زيات شوي، نو د اجرائيه رياست پلويان او شمال ټلواله کوښښ کوي، چې خپلې ملېشې جوړې کړي او دولت په يوه نظامي قوه ووېروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button