د کندوز اوسېدونکي: د کندوز ښار له احتمالي سقوط سره مخ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲) الماس خدرخېل

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونه او طالبان د ياد ښار په دوه کيلو مترۍ کې په جګړه بوخت دي.

د کندوز امنيه قومندان رسنيو ته ويلي، چې د وسلوالو طالبانو پر شا کولو لپاره مو عمليات پيل کړي، خو د کندوز د اوسېدونکو په وينا، چې طالبانو د کندوز څلور خواوو کې پراخه جګړه پيل کړې او  د کندوز په ښار د محاصرې کړۍ راتنګوي، هغوی زياتوي چې طالبانو خپل کمانډويي ځواک دې ولايت ته د جګړې لپاره راغوښتی او د دولت نه په نيول شوو شوبلو او مهماتو سمبال دي.

د کندوز يو بل اوسېدونکي عبدالحق فضلي زياتوي، چې نامسؤوله وسله والې ډلې او د امنيتي اراګانونو تر مينځ نه همغږي د د ې لامل شوی، چې په کندوز کې نا امني مخ پر زياتېدو ده.

د حکومتي چارواکو په وينا، چې  زرخريد د کندوز ښار ته نږدې سيمه اوس د طالبانو په ولکه کې ده او په دې سيمه کې له حکومتي ځواکونو سره سخته نښته شوې، چې په پايله کې يې ۲۱ تنه حکومتي سرتيري وژل شوي.

سيمييز خلک وايي، د کندوز ښار له احتمالي سقوط سره مخ دی او کيدای شي، چې وسلوال طالبان نوموړی ښار له دولتي ځواکونو ونيسي.

د کندوز ښار  د محاصرې راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ په سيمه کې د الچين په نوم لويې پُل ونړول شو، وروسته بيا څرګنده شوه چې په ياد پل باندې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه امريکايي الوتکو بماري کړې وه.

د کندز په ګاونډ تخار ولایت کې هم د خواجه غار ولسوالۍ په ګډون یو شمېر نورو ولسواليو ته جدي امنیتي ګواښونه رامنځته شوي ، چې وړمه شپه د دولت وسله والو مخالفینو د تخار خواجه غار ولسوالي ونیوله .

په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازې حبیبه دانش وایي، د دې ولایت امنیت د کندز له امنیت سره تړلی دی او تر هغو، چې د کندز نا امني مهار نشي، په تخار کې به هم امنیت د ډاډ وړ نه وي.

په کندز او ګاونډي تخار ولایت کې د وسله والو تازه پرمختګ داسې مهال دی، چې دې خوا ته د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي لا هم د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او د دې ولایت په مرکزي بغلان او نورو ولسواليو کې جګړه دوام لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button