اسراییلي جنګي الوتکو په سوریايي ځواکونو بمباري کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۲) زرغون خوږیاڼی
د اسراییلو جنګي الوتکو په سوریه کې د بشارالاسد په پوځي تمځایونو بمبارۍ کړي، چې په ترڅ کې یې د سوریايي پوځیانو د توغندیو دستګاوې له منځه تللي دي.
د اسراییلو د فاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وړمه ورځ د سوريې له لوري د اسراییلو په پوځي قرارګاو د توغندیو بریدونه وشول، د برید په ترڅ کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په خبر پانه کې ویل شوي، چې دا توغندي د سراییلو په ګولان تپه کې د پوځي پنډغالو سره نږدې ولګیدل، چې په ځوابي برید کې یې د اسراییلو جنګي الوتکو د سوریې د پوځي ځواکونو د توغندیو په دستګاه ګانو باندې هوايي بریدونه وکړل.
ویل شوي، چې په بمباریو کې د سوريې د پوځي ځواکونو د توغندیو دوه دستګاه ګانې له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه پورې سوریايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.



