الطاف حسین: پاکستان د ټولې دنیا لپاره یو عذاب دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۲) زرغون خوږیاڼی

وړمه ورځ په پاکستان کې د (ایم کیو ایم) ګوند مشر الطالف حسین په یوه احتجاج کې خپلو پلویانو ته وویل، چې پاکستان د ټولې نړۍ لپاره عذاب ګرځیدلی دی.

څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ګوند د (تر مرګه د نه خوړلو اعتصاب) کړی و، ددغه ګوند غړي وايي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لخوا يې یو زیات شمیر غړي تښتولي او وژلي او یا يې هم شکنجه کړي، چې لامل یې هم نه دی په ګوته شوی.

ددغه ګوند غړو ویل، چې په پټه توګه د استخباراتو دا ډول کړنې د زغملو نه دي، که نیول کیږو باید لامل یې په ګوته شي.

  د ګوند مشر الطاف حسین خپلو پلویانو ته په وینا کې وويل: «پاکستان د ټولې دنیا لپاره یو ناسور دی.‌ پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی، ده د پاکستان په پوځ هم نیوکې وکړې چې د ګوند غړي په پټه تښتوي او بیا وژني.

 نوموړي وویل، پاکستان زنده باد نه بلکې پاکستان مرده باد.‌

غونډه وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د ګوند مشرغونډې ته وینا وکړه، د غونډې برخه والو د ای آر وای د تلوېزیون په سټېشن حمله وکړه او موټرو ته یې اور ورته کړ.‌ ویل کیږي چې، لاریون والو د سما تلوېزیون یو کمره مین هم ووژلو.‌

ویل کیږي، چې د ایم کیو ایم ګوند په پاکستان کې په میلیونو پلویان لري او ډير یې د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې میشت دي.

له بله پلوه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي ویلي دي، چې هېواد به یې د الطاف حسین د توندو ویناو له امله برتانیا ته شکایت وکړي.‌

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button