طالبانو ۱۳ نیول شوي پولیس بېرته خوشې کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲) الماس خدرخېل
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې ۱۳ پوليس تر نيولو وروسته بېرته خوشې کړي دي.
په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري ویلي، طالبانو دغه پوليس تېر مازديګر د سپين ږيرو او مخورو په منځګړيتوب خوشې کړل.
هغه زياته کړې، د تېرې جمعې په ورځ د خان اباد ولسوالۍ د لویې لارې د يوې امنيتي پوستې ۱۴ پوليس د طالبانو تر سختې کلابندې وروسته هغوی ته تسليم شول، چې له دې ډلې يې ۱۳ راخوشې او يو لا هم ورسره بندي دی.
اکبري دا نه ده په ډاګه کړې، چې د دغو پوليسو د راخوشې کېدو په بدل کې کومه معامله شوې او کنه او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
د يادونې وړ ده په هره جګړه کې چې طالبانو ته پوليس يا د اوردو ځواکونه تسليم شوي هغوی بيرته د سپين ګيرو په منځګړيتوب او ضمانت خوشې کړي.



