د چمن- سپین بولدګ لاره د شپږمې ورځې لپاره هم تړلې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۲) زرغون خوږیاڼی

د کندهار او بلوچستان تر منځ د چمن ـ سپین بولدګ لاره نن شپږمه ورځ هم تړلې ده، ویل کیږي چې دواړو غاړه ته په سلګونه لارۍ، کانټینرې او نور سوداګریز موټرونه ولاړ دي.

د دروازې دبندیدو له سببه د سیمې دواړو غاړو سوداګرو ته په میلیونونو ډالره تاوان رسیدلی دی.

وړمه ورځ د دواړو غاړو چارواکو سره یوه ناسته وکړه خو بې له کومې تنیجې پای ته ورسیده.

 د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو چارو استازي شاه محمد مشال راډیو ته وویل، پاکستانیو چارواکو د دې لارې د بیرته پرانستلو لپاره داسې شرایط ورته وړاندې، چې د ده په وینا ، له ښه ګاونډیتوب سره سمون نه خوري.

شاه محمد وویل ، پاکستاني چارواکي غواړي چې د چمن – سپین بولدګ پر دروازه دې د رسمي پولې غوندې مراسم هره ورځ تر سره شي. په شرطونو کې دا هم راغلي چې افغان چارواکي دي د تل لپاره په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد د هر راز کړنو مخه ونیسي.

تر اوسه د پاکستان او فغانستان د لوړ پوړو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې په چمن پوله هره ورځ له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې خلک تګ راتګ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button