پروان: د حوزې قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲) الماس خدرخېل

طالبانو په يو رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ملګرو د پروان ولايت مرکز کې د حوزې يو قومندان چې د مقيم په نوم يادېدلو وژلی.

طالبانو ويلي، چې نوموړي قومندان د بګرام هوايې اډه کې د امريکايي روزونکو له خوا ځانګړې روزنه ترسره کړې وه، چې په دې وروستيو کې د ياد ولايت د حوزې د قومندان په حيث ټاکل شوی و.

په خبر کې راغلي، چې نوموړی قومندان د طالبانو په بريد کې ځای پر ځای وژل شوی.

د پروان ولايتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button