د هیواد خراب حالات به آخرپه نوي بدلون واوړي

سرليکنه
له څه مودې راپدېخوا د هیواد حالات ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دي، چې یوشمېر سیاستوا لو د حکومت د دوه مشرانو اشرف غني او عبدالله د اختلاف ترڅنګ نور مسائل هم یاد کړي، چې د هېواد امنیتي حالات ېې د ګړنګ پرسر ودرولی دی.
تېروه ورځ د افغان ملت پخواني مشر انوارالحق احدي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د عبدالله او اشرف غني اختلافاتو ته د اشارې ترڅنګ دا هم وویل، چې سیاسي وضعیت د جګړې په ډګر کې د سرتېرو محاربوي کیفیت هم زیانمن کړی دی .
د هلمند او کندز په ولایاتو کې همدا مخالفت ولیدل شو او ثابته شوه، چې کله سیاسي شخړې روانې وي، د جګړو قوماندانان امنیتي پوځونو ته په ډاډه زړه امر نه شي کولای او له پرمختګ پاتې کیږي، چې په کندز ،هلمند او ننګرهارکې یې ښه ثبوت وړاندې کړل شو.
د هېواد په روانو حالاتو یوشمېر سیاستوال د خپل اند په ښکاره کولو سره وایي، که حالات په همدې ډول خراب وي امنیت به لاپسې خراب شي، خو زما په اند که حالات همداسې خراب وي او د اختلافاتو په نتیجه کې نور هم خراب شي په هېواد کې د یوه نوي بدلون امکان شته .
د نوي بدلون وړاندوینه پدې دلیل کیداې شي، چې کله د حکومت خپل منځي اختلافات دې حد ته ورسیږي، چې د پوځ ترمينځ همغږي له منځه ولاړه شي، طبعا د مخالفتونو زیاتوالی په امنیتی مسائلو منفي اغیز کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو له امله خواجه غار، دهنه غوري، خان اباد،ناوه، حصارک ، ګرمسیر او يو شمېر نورې ولسوالۍ د طالبانو په لاس د څو ورځو د سقوط سره مخ شوي دي.
که څه هم ډاکټرعبدالله وایي په حکومت کې به سیاسي مسایل او اختلافات رامنځ ته کېږي، خو دا به دا معنا نه لري، چې پوځونه دې هراړخیز ملاتړ ونه لري . یو شمېر دولتي لوړپوړي چارواکي په هېواد کې د روان بدحالت اندیښنه لري او وایي: که حکومت د خپلواختلافاتو حل او د تېروتنو د اصلاح لپاره اقدام ونه کړي، حالت به نورهم پسې له کنټروله ووځي.
په هېواد کې د روانو حالاتو د لا خرابوالي اندېښنه په دې راپیداشوې ده، چې دولتي ځواکونه په خپلو کې هیڅ ډول همغږي نه لري او په مقابل کې طالب وسله وال په منظم ډول خپلو بریدونو او ولسوالیو نیولو ته لاپسې دوام ورکوي.
د حکومت په داخل کې یواځې د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمينځ اختلاف نه دی، بلکې د دوستم، عطا،صالح اوپه ځانګړې توګه د اشرف غني سره د شمالي ټلوالې اختلاف نورهم پسې زیات شوی دی.
دوستم تېره ورځ په یوه ویناکې وویل، چې د دولت سره مخالفت د ولس سره مخالفت دی، نه غواړم د ولس سره مخالفت وکړم او که مې وغوښتل په یوه ساعت کې نظام د ډاکټرنجیب په څېر په بل مخ اړولی شم.
ډاکټر عبدالله به په حکومت کې د مخالفت د تاوان احساس لري، خو ترڅو چې خپل هدف ته نه وي رسېدلی، له خپل مخالفته لاس نه اخلي، همدارنګه د دوستم ،عطا اونورو مخالفتونوله امله دهېواد په ۳۳ ولایاتو کې جګړه روانه ده، چې په هلمند هوایی ډګر او لښکرګا کې یوځل بیا امریکایي ځواکونه ځای پرځای کېدل د یوه نوي بدلون ښکارندوي کوي.
دا امریکایي ځواکونه د دې په خاطرځای پرځای شوی دي، که حالات له کنتروله ووځي ښایی له امریکایی پوځ څخه د نوي بدلون په راوستلوکې مرسته وغوښتل شي .



