ترکیې سوریه کې د کردانو او داعش پر مرکزونه بمبارۍ کړي

کابل ټکی کام ۰۲وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
یو شمېر رسنیو ویلي دي، چې ترکیې د سوریې په جرابلس او منبج ښارونو کې د کردي ولسي ملاتړ پر ملېشو او د داعش ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړي دي.
ترکیه دغه بمبارۍ وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستیو کې داعش ډلې په ترکیه کې سرتیري بریدونه ترسره کړل، چې د ترکیې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه واړول.
ترکیه د امریکا په ملاتړ د کردي ملېشو د فعالیتونو څخه هم وېره لري، چې د هغوی د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.
دغه ملېشې د ترکیې سوېل ختیځ کې له یاغي کردي ډلو سره تړاو لري، چې د ترکیې سوېل ختیځ کې یې پر پولیسو ځینې خونړي بریدونه هم ترسره کړي دي.
د یادولو ده، څه موده وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د ترکیې شمال به د داعش ډلې له حضور څخه پاک شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button