هلمند کې امریکايي ځواکونو عملیات پيل کړي، ۱ امریکايي عسکر وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۲) زرغون خوږیاڼی

د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه او نادعلي ولسوالیو اړوند ساحو کې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، وړمه شپه امريکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه د لښکرګاه مرکز په باباجي او د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې عملیات پیل کړي دي.

ځواک زیاتوي، چې د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او ځینې سيمې هم ګډو ځواکونو نيولې دي.

بلخوا د  هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې امریکايي عسکر په سیمه کې تر ډيره نشي پاتې کیدای نو ځکه د امنیت راوستلو کې به یاد عملیات کومه ګټه ونه کړي.

طالبانو ویلي، چې امریکايي عسکر په چاه انجیر او باباجي سیمو کې د پوځي چورلکو پر مټ ښکته شول، چې سمدستي پرې طالبانو د سپکو او درندو وسلو ګوذارونه وکړل او تر اوسه جګړه دوام لري.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې په یاده نښته کې ۶ امریکايي عسکر مړه او یو زیات شمیر ټپیان شوي هم دي، ویاند وایي دوی کوم پرمختګ نه دی کړی.

په کابل کې د امریکا سفارت تائيد کړې چې په یاده جګړه کې ۱ امریکايي عسکر وژل شوی، دوی په دې اړه نور څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button