کابل ټکی کام ۰۲وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له درو اونیو راهیسې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، چې ګڼې پراخې سیمې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د هلمند د پوهنې رئیس عبدالمتین جعفر نن پژواک خبري اژانس ته وویل، چې افغان سرتیري له ګڼو ښوونځیو د سنګرونو په توګه کار اخلي.
ښاغلي حعفر وویل، چې د وروستیو جګړو له امله په ګرمسیر، ناوه او نادعلي ولسوالیو کې ۲۶ ښوونځي زیانمن شوي دي او اسناد او وسایل یې نا معلومو کسانو وړي دي.
ده وویل، دا مهال چې ښوونځي د اردو سرتېرو سنګرونه دي، له کبله یې ۴۲ زره زدکوونکي له زدکړو بې برخې شوي دي.
ښاغلي جعفر وویل:
« له يوې خوا ښوونځي تخريب شوي او بل پلوه په همدغو ښوونځيو کې سنګرونه جوړ شوي دي.».
ده وویل، چې د دغو ښوونځیو په اړه یې له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې اترې کړي دي، خو دغو ښوونځیو ته د جګړو له کبله څوک ورتلی نه شي.
له بلې خوا د ګرمسیر ولسوالۍ د پوهنې مدیر محمد بشیر وايي، چې جګړو په دغه ولسوالۍ کې د صفار، لکړۍ، ځنځیر، کوچني دروېشان، جګروم، کوډلو ډراب او خروټو ښوونځي زیانمن کړي دي.
ښاغلی بشیر وایي، طالبانو په دغه سیمه کې د ښوونځيو د حفاظت ژمنه کړې ده او زیاتوي، چې د طالبانو له خوا ورسره هېڅ ستونزه نشته.
ښاغلي بشیر او د پوهنې وزارت له خوا په نورو ولسوالیو کې استازي وايي، چې له ښوونځيو اسناد او کتابونه طالبانو نه، بلکې عامو خلکو وړي دي.

















