انورالحق احدي: د ملي یووالي  حکومت مشروعيت د دوو کلونو له پوره کېدو سره پای ته رسېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳) الماس خدرخېل

په افغانستان کې د نوې ملي جبهې رئيس انورالحق احدي ويلي، چې د ملي يووالي حکومت دوه کاله بې مسؤليته تېر کړي، چې د افغانستان په سياسي، اقتصادي او د خلکو په اجتماعي ژوند يې منفي  اغېزې کړي دي. احدي رسنيو ته ويلي، چې ګډ حکومت به د دوه کلونو په پوره کېدو سره پای ته ورسېږي.

د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي وايي، چې د حکومت مشران بايد يوه ملي اجتماع له سياسيونو جوړه کړي او د حکومت د ستونزو په اړه بحث وشي او د حل لاره يې ولټول شي.

هغه همدارنګه وويل، چې د سنبلې له يوولسم وروته د ملي يووالي د حکومت دوره پای ته رسېږي او د اجرائيه رياست چوکۍ نور مشروعيت نه لري.

نومړي په ټينګار سره وويل، چې د اوسني بحران او اختلافاتو د حل لپاره يوازينۍ لار ه د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول دي.

د ملي یووالي د حکومت موافقه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ۱۳۹۳ لمریز کال (۲۰۱۴) د سنبلې په یوولسمه نېټه لاسلیک شوه، چې پر اساس یې باید په دوو کلونو کې په اساسي قانون کې د بدلون راوړلو لپاره لویه جرګه دایره شوې وای څو د عبدالله عبدالله د اجرائيه ریاست چوکۍ په صدارت واوړي.

د ګډ حکومت پر مسؤلانو د نوې ملي جبهې  نېوکې په داسې مهال کېږي، چې له  نږدې يوې نيمې اونۍ راهيسي د ګډحکومت مسؤلانو ترمنځ د شوې هوکړې، د نه عملي کېدو پر سر ناندرې روانې دي  او ورسره هم مهال د هېواد په ګڼو برخو کې د جګړې ډګر هم هم ګرم شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button