لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)
مکې مکرمې او مسجد حرام ته د داخليدو بيان
هر کله چې محرم د مکه مکرمه ښار ته نږدې شي نو د ذی طوی په مقام يا په بل ځای کې که موقع وه غسل دې وکړی شي، چې دا غسل سنت دی، همدا رنګه مستحب دا ده چې د (المحجون) له لوري همدغه مبارک ښار ته ور داخل شي، هر کله چې (المعلاء) ته ورسيږي او د مکه مکرمه ښار وويني نو دا دعا دې وکړي :
اَللَّهُمَّ هَذَا الْبَلَدُ بَلَدُکَ وَالْبَيْتُ بَيْتُکَ، جِئْتُکَ اَطْلُبُ رَحْمَتَکَ، وَأوَّمَ طَاعَتَکَ، مُتْبِعًا لِاَمْرِکَ، رَاضِيًا بِقَدْرِکَ، مُسْلِمًا لِاَمْرِکَ، جِئْتُکَ مِنْ بِلَادٍ بَعِيْدَةٍ، بِذُنُوْبٍ کَثِيْرَةٍ، وَاَعْمَالٍ سَيِّئَةٍ، اَسْئَلُکَ مَسْأَلَةَ الْمُضْطَرَّ اِلَيْکَ، اَلْمُشْفِقُّ مِنْ عَذَابِکَ، اَنْ تَسْتَقْبِلَنِيْ بِمَحْضِ عَفْوِکَ، وَاَنْ تُدْخِلَنِيْ فِيْ فَسِيْحِ جَنَّتِکَ جَنَّةِ النَّعِيْمِ، اَللَّهُمَّ اِنَّ هَذَا حَرَمُکَ فَحَرَّمْ لَحْمِيْ وَدَمِيْ وَعَظْمِيْ عَلَي النَّارِ، اَللَّهُمَّ أمِنَّيْ مِنْ عَذَابِکَ يَوْمَ تَبْعَثُ عِبَادِکَ، اَللَّهُمَّ رَبّ السَّمَوَاتِ السَّبْعِ وَمَا اَظْلَلْنَ، وَرَبّ الْاَرْضِيْنَ السَّبْعِ وَمَا اَقْلَلْنَ، وَرَبّ الشَّيَاطِيْنَ وَمَا اَضْلَلْنَ وَرَبّ الرِّيَاحِ وَمَا ذَرَيْنَ، فَاِنَّا نَسْئَلُکَ خَيْرَ هَذِهِ الْقَرْيَةِ وَخَيْرَ اَهْلِهَا، وَنَعُوْذُ بِکَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ اَهْلِهَا وَشَرِّ مَا فِيْهَا، اَللَّهُمَّ ارْزُقْنَا خَيْرَهَا وَاصْرِفْ عَنَّا اَذَاهَا
د مکه مکرمه د قبرستان يعنې (باب المعلی) له لوري داخليدل او د (باب السفلی) له لوري وتل مستحب دي، که چيرته په سهولت سره ممکن وو، که ممکن نه وو نو چې له هر لوري غواړي داخل دې شي او ودې ووځي.
د جنت المعلی په هديره (قبرستان) کې ډير پاک روحونه دفن (خښ) شوي، د همدغو پاکو روحونو لپاره دې يو ځل سورت فاتحة (الحمد لله شريف) او دری ځلې سورت اخلاص (قل هوالله احد) ووايي، په سر او پای کې دې درود شريف ووايي او ټولو ته دې ور بخښي، وروسته دې دا دعا ووايي :
اَلسَّلَامُ عَلَيْکُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِيْنَ وَاِنَّا اِنْشَاءَ اللّهُ بِکُمْ لَاحِقُوْنَ
کله چې مکه مکرمه تر سترګو شي نو دا دعا دې ووايي :
اَللَّهُمَّ اجْعَلْ لِيْ بِهَا قَرَارًا وَّ رْزُقْنِيْ فِيْهَا رِزْقًا حَلَالًا
په مکه مکرمه کې په نهايت خشوع او خضوع سره تلبيه ويل پکار دي، او په پوره پوره آدب او تعظيم کولو سره داخليدل پکار دي، او د داخليدو په وخت کې دې دا دعا وويل شي :
اَللَّهُمَّ اَنْتَ رَبِّيْ وَاَنَا عَبْدُکَ جِئْتُ لِاُؤَدِیَّ فَرَضَکَ وَاَطْلُبُ رَحْمَتَکَ وَاْلتَمِسْ رِضَاکَ مُتَّبِعًا لِاَمْرِکَ رَاضِيًا بِقَضَائِکَ اَسْئَلُکَ مَسْئَلَةَ الْمُضْطَرِّيْنَ اِلَيْکَ الْمُشْفِقِيْنَ مِنْ عَذَابِکَ الْخَائِفِيْنَ مِنْ عِقَابِکَ اَنْ تَسْتَقْبِلَنِيْ الْيَوْمَ بِعَفْوِکَ وَتَحْفَظْنِيْ بِرَحْمَتِکَ وَتَجَاوَزْ عَنِّيْ بِمَغْفِرَتِکَ وَتَعْيِنَنِيْ عَلَي آدَاءِ فَرْضِکَ، اَللَّهُمَّ افْتَحْ لِيْ اَبْوَابِ رَحْمَتِکَ وَادْخِلْنِيْ فِيْهَا وَاَعِذْنِيْ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ
مدعی : د مسجد حرام او قبرستان په مينځ کې د دعا غوښتلو يو ځای دی، لومړی له همدغه ځای څخه بيت الله شريف ليدل کيده، او حضرت عمر رضی الله عنه همدغه ځای ښه لوړ کړی وو تر څو چې په بيت الله شريف باندې نظر ولګيږي، خو اوس مهال د لوړو لوړو بلډنګونو له امله له همدې ځای څخه نه ليدل کيږي، نن صبا په عام ډول له همدې لوري څخه څوک نه داخليږي، د موټرو خلک په بله لار داخليږي، که چيرته يو څوک له همدې لارې څخه داخليږي نو دا دعا دې وکړي :
رَبَّنَا اَتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِي الْاَخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ، اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ مِمَّا سَأَلَکَ مِنْهُ نَبِيُّکَ مُحَمَّدٌ صلی الله علیه وسلم وَاَعُوْذُ بِکَ مِنْ شَرِّ مَااسْتَعَاذَ مِنْهُ نَبِيُّکَ مُحَمَّدٌ صلی الله علیه وسلم ([1]).
مسجد حرام ته د داخليدو آداب
مکه مکرمه ته د داخليدو په وخت کې په مسجد حرام کې حاضري مستحب ده، که چيرته سمدستي ممکن نه وي نو خپل سامان (اسباب) دې خوندي کړي او تر ټولو اول په مسجد حرام کې حاضريدل پکار دي.
مسجد حرام ته له باب السلام څخه داخليدل مستحب دي.
د تلبيه په ويلو سره په نهايت خشوع او خضوع او د الهي دربار د عظمت او جلال په لحاظ ساتلو سره به مسجد ته داخل شي، لومړی به ښی پښه کيږدي او دا دعا به ووايي :
بِسْمِ اللهِ وَالصَّلوَةُ وَالسَّلَامُ عَلَی رَسُوْلِ اللهِ رَبِّ اغْفِرْلِيْ ذُنُوْبِيْ وَاَفْتَحْ لِيْ اَبْوَابَ رَحْمَتِکَ
مسجد ته له داخليدو وروسته کله چې په بيت الله شريف باندې سترګې ولګيږي نو دری ځلې دې اَللهُ اَکْبَرُ، لَا ِالَهَ الَّا اللهُ ووايي، او د بيت الله شريف ليدو په وخت کې دې دا دعا ووايي :
اَللَّهُمَّ زِدْ بَيْتَکَ هَذَا تَشْرِيْفًا وَتَعْظِيْمًا وَتَکْرِيْمًا وَّمَهَابَةً وَّزِدْ مَنْ شَرَّفَهُ وَکَرَّمَهُ مِمَّنْ حَجَّهُ وَاعْتَمَرَهُ تَشْرِيْفًا وَّتَکْرِيْمًا وَّتَعْظِيْمًا وَّبِرًّا، اَللَّهُمَّ اَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْکَ السَّلَامُ فَحَيِّنَا رَبَّنَا بِالسَّلامِ
له دې وروسته درود شريف ويل پکار دي او کومه دعا چې غواړي هغه دې وکړي، دا د دعا د قبليدو وخت دی، تر ټولو مهمه دعا دا ده چې له الله تعالی جل جلاله څخه بې حسابه جنت وغوښتل شي، او په همدې وخت کې دا دعا هم مستجب ده :
اَعُوْذُ بِرَبِّ الْبَيْتِ مِنَ الدَّيْنِ وَالْفَقْرِ وَمِنْ ضَيْقِ الصَّدْرِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ
مسئله : د بيت الله شريف د ليدو په وخت کې په ولاړه دعا کول مستحب دي ([2]).
مسئله : په حرم شريف کې که چيرته د صفونو تر مينځ فاصله وي نو هم لمونځ کيږي ([3]) خو له حرم شريف د باندې که چيرته صفونه متصل وو او په مينځ کې يې فاصله نه وه نو لمونځ صحي دی، او که چيرته په مينځ کې يې سرک وو يا ډيره فاصله وه نو لمونځ صحي نه دی ([4]).
مسئله : مسجد حرام له ټولو مسجدونو بهتر دی، په مسجد حرام کې د لمانځه کولو ثواب ډير زيات دی، د يوه لمانځه ثواب د يو لک لمنځونو له ثواب سره برابر ده، خو د ثواب همدغه زياتوالی له فرض لمانځه سره خاص دی، د نفلونو ثواب همدومره نه ده، ځکه چې د نفلو کول په کور کې بهتر دي، همدا رنګه همدغه ثواب يوازې د سړيو لپاره دی، د ښځو لپاره نه ده، ځکه چې هغوی ته په خپل کور کې د لمانځه کول بهتر دي ([5]).
مسئله : که چيرته د يو چا همدغه حج لومړنی حج وي نو بيا اول مکه معظمه ته تلل بهتر دي، که داسې نه وي بيا اول مدينه طيبه ته حاضريدل بهتر دي ([6]).
مسئله : په حرم شريف کې په جماعت سره لمونځ نکول ډيره د آفسوس خبره ده، د حرمين شريفين امامان د امام خنبل رحمه الله مقلد دي، اهل سنت دي، ولو که له هغوی سره زمونږ په يو شمير مسايلو کې اختلاف شته دی، خو دا نشته چې د هغوی شا ته لمونځ نه کيږي، په جماعت سره لمونځ کول پکار دي، د هغوی شا ته لمونځ کيږي ([7]).
مسئله : په کعبه شريف کې تنها (يواځې) او په جماعت سره لمونځ کول روا دي، او هلته دا خبره هم شرط نه ده چې د امام او مقتديانو مخ به يوه لوري ته وي، ځکه چې هلته هر لوري ته قبله ده، البته دا خبره خامخا شرط ده چې مقتديان به له امام څخه مخته نه وي، که چيرته مقتدي امام ته مخامخ ودريږي او لمونځ کوي نو لمونځ يې کيږي، خو په دې طريقه لمونځ کول مکروه دی، او په همدې صورت کې مقتدي ته له امام څخه مخکې دريدونکی نه ويل کيږي، د مخکې کيدو صورت دا ده چې مقتدي او د امام دواړو مخونه يوه لوري ته وي او مقتدي ترې مخته وي، په همداسې صورت کې د مقتدي لمونځ نه کيږي ([8]).
د مسجد حرام او مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم لمنځونه او ښځې
لومړی خبره دا ده لکه څرنګه چې په خپل وطن کې ښځو ته تنها په خپلو کورونو کې لمونځ کول بهتر دي، همدا رنګه په مکه او مدينه کې هم ښځو ته په کورونو کې تنها له جماعت پرته لمونځ کول بهتر دي، او په مکه او مدينه کې چې د لمنځونو کوم ثواب دی نو دا ثواب له سړيو زيات هغوی ته په کورونو کې د لمانځه په کولو سره ورکول کيږي، په همدې صورت کې په حرمين شريفين کې ښځو ته په کورونو کې لمونځ کول پکار دي، بالفرض کوم وخت چې د بيت الله شريف د ليدلو په غرض يا د طواف کولو په غرض مسجد حرام ته، يا د درود او سلام په غرض مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم ته راشي او په جماعت سره لمونځ وکړي نو اداء کيږي، خو په دې شرط چې د سړيو په مينځ کې ونه دريږي، يوه ښځه که چيرته د سړيو په مينځ کې ودريږي نو د دريو سړيو لمونځ خرابوي، د ښي او چپ لوري او د هغې په برابري چې کوم سړی ولاړ وي نو د همدغو دريواړو لمنځونه فاسديږي.
بالفرض که چيرته کومه ښځه له کومې اراده پرته په اتفاقي ډول د لمانځه په وخت کې د صفونو په مينځ کې ګيره شي او وتل ورته سخت وي، يا د طواف کولو په وخت کې لمونځ ودريږي نو په دې وخت کې هغې ته خاموش له لمانځه پرته چيرته چې وي هلته کيناستل ورته پکار دي، د لمانځه نيت دې هيڅکله نکوي، که نه نو د سړيو لمنځونه هم خرابيږي، کله چې امام فارغ شي بيا دې تنها همدغه لمونځ اداء کړي.
ښځو ته د بيت الله شريف د طواف لپاره په داسې وخت کې وتل پکار دي چې د لمانځه وخت نه وي، په همداسې وخت کې رش (ټيل ماټيل) نسبتًا کم وي، او که چيرته په اتفاقي ډول د لمانځه وخت شي نو د آذان له کولو وروسته دې زر زر طواف پوره کړي، يا دې طواف په مينځ کې پريږدي، څومره شوط (چکرونه) چې پاتې شوي وي هغه دې له لمانځه وروسته له هغه ځای څخه پوره کړي له کوم ځای څخه يې چې پرې ايښي وي، يا دې همدغه طواف دوباره وکړي ([9]).
مسئله : مکه مکرمه ته له رسيدا وروسته بهتره دا ده چې لومړی خپل سامان په محفوظ ځای (په خپله کمره) کې کيښودل شي، له دې وروسته مسجد حرام ته داخل شي او د عمره په افعالو کې مشغول شي، که کوم عذر نه وي نو پرته له طواف کولو وتل مناسب نه دي، البته که چيرته وخت داسې وو چې د جماعت تيريدلو ويره وه نو په داسې صورت کې له لمانځه وروسته د سامان محفوظولو لپاره د وتلو ګنجايش شته ([10]).
مسئله : مسجد حرام ته چې داخل شي تر ټولو مخکې دې طواف وکړی شي، کوم کس چې د عمره احرام تړلی وي او راغلی وي دا د هغه د عمره طواف دی کوم چې فرض دی، او کوم کس چې يوازې د حج احرام تړلی وي او راغلی وي دا د هغه طواف قدوم ده کوم چې سنت ده، که چيرته په داسې وخت کې مسجد حرام ته ورسيږي چې جماعت ولاړ وي نو لومړی دې له امام سره لمونځ وکړي او بيا دې وروسته طواف وکړي ([11]).
([1]) معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۱۲۷، ومعلم الحجاج، ص : ۱۱۸ – ۱۱۹.
([2]) معلم الحجاج، ص : ۱۲۰ – ۱۲۱.
([3]) ردالمحتار، ج : ۱، ص : ۵۸۶.
([4]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۸۷، مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۷۳.
([6]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۴۴۲.
([7]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۵۷، مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۷۳.
([9]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۹۲.


















