کابل ټکی کام ۱۳۹۵ (وږي ۷) عبدالهادي همت
په هرات ولایت کې یوې امنیتي سرچینې دخپل نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي دي، چې دافغانستان ملي امنیت حاجي قربان غلام بور دخپل کور له مخې نیولې او پلازمینې کابل ته یې استولی دی.
غلام بور له ایران سره په همغږۍ یو شمېر هزاره جنګیالي دبشار الاسد د دفاع او ملاتړ په موخه سوریې ته استول.
تر اوسه ملي امنیت د نوموړي د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دیادونې ده، چې افغان شیعه او هزاره جنګیالي دلواء فاطمیون په چوکاټ کې په سوریه کې جنګیږي داسی ویل کیږي، چې په دې لواء کې نږدې ۲۰۰۰ جنګیالي شتون لري.


















