کابل ټکی کام ۱۳۹۵ (وږي ۷) عبدالهادي همت
د پکتيا د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي وايي، که حکومت ژر د جاني خېلو ولسوالۍ دبېرته نيولو لپاره اقدام ونه کړي، يو شمېر نورې ولسوالۍ به هم سقوط شي.
وسله والو طالبانو تېره ورځ د پکتيا جاني خېل ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته
دپکتیا ولایت د ولایتي شوری مرستیال جنت خان منګل رسنیوته ویلي دی دجاني خیل ولسوالۍ په داسي یو موقعیت کې ده چې نوري ولسوالۍ هم دوسلوالو طالبانو له ګواښ سره مخ کیدایشي
جنت خان منګل زیاته کړي ده دا یوه غرنۍ سیمه ده چې بیرته نیول به يي ددولت لپاره ګرانه وي هغه د هوايي ځوک غوښتنه وکړه .
د ولایتي شوری مرستیال په داسی حال کې دا څرګندوني کړې دي چې نن طالبانو دیوې خبرپاڼي له لاري خبرورکړچې په جاني خیل ولسوالۍ کې هغه قوه په شاتمبولې ده چې ددې ولسوالۍ دبیرته نیولو په موخه له مرکزګردیزڅخه راغلې وه


















