ننګرهار: امنيتي ځواکونو څلور ولسوالۍ بېرته داعش وسلوالو ته پرېښوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۷) الماس خدرخېل
امنيتي ځواکونو دننګرهار په هسکه مېنه ، کوټ او اچین ولسوالیو کې له داعش نیول شوې سیمې بیرته هغوي ته پریښي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د دې ولايت يو شمېر ولسواليو ته د داعش وسلوال بيا ورغلي او د خلکو په ځورولو يې پيل کړی.
د دوي په وينا، چې امنيتي ځواکونو په ناببره ډول ټولې ولسوالۍ پرېښي او د داعش وسلوالو بېرته په سيمه کې خپل مرکزونه فعال کړي دي، هغوی وايي چې نه يواځې هغه سيمې داعش وسلوالو نيولي، چې دولت ورته پرېښي دي، بلکې هغه سيمې يې هم نيولي دي، چې مخکې له يادو عملياتو د طالبانو په لاس کې وې.
بل پلوځايي وګړي وايي، چې دولت موږ دداعش په دښمني اخته کړي دوی راڅخه ولاړ شي اوموږ ورته تش لاس پريږدي، دوی وايي چې عمليات يوه نمايشي بڼه لري.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږګیاڼی له هسکې مېنې، کوټ، نازیان او اچین څخه د امنیتي ځواکونو وتل مني خو وايي چې د ځواکونو شاتګ تاکتیکي دی.
د يادونې ده، چې په يادو ولسواليو کې د تېرې يوې مياشتې راهيسې عمليات روان و، چې پرون په ناڅاپي ډول ټولې ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو خالي شوې وې، چې اولسي وګړي يې د يولړ اندېښنو سره مخ کړي.



