ننګرهار: حصارک ولسوالۍ کې ۶ پوليسو ځان وژنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۷) الماس خدرخېل
د ننګرها چارواکو ويلي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د دوی ۶ تنو پوليسو ځان وژنه کړې او يو شمېر نور يې لادرکه دي.
د ننګرهار ولايتي شورا رئيس احمد علي تائيدوي، چې په حصارک ولسوالۍ کې ۶ تنه پوليسو ځان وژنه کړې او ۷ تنه نور يې طالبانو ژوندي نيولي دي.
د ولايتي شورا رئيس زياتوي، چې د يادې ولسوالۍ ټولې لارې وسلوالو طالبانو تړلي او حکومت ورته لاس رسی نه لري، هغه وايي که حالات همداسې وي نو ډېر ژر به د حصارک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پريوځي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې حصارک ولسوالۍ د دوی وسلوالو نيولې ده، فقط يوه ستره اخرنۍ پوسته د امنيتي ځواکونو سره ده، چې اوس مهال د طالب وسلوالو د سختو بريدونو لاندې ده.



