غور: طالبانو په غور کې يوه چورلکه نسکوره کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۷) الماس خدرخېل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلي خبر کې ويلي، چې د دوی ملګرو د غور ولايت د شينکوټ ولسوالۍ په ساحه کې د امنيتي ځواکونو يوه چورلکه ويشتلې ده.
طالبان وايي، چې يادې چورلکې په سيمه کې د دوی په مرکزونو بمباري کوله، چې د دوی له خوا په دهشکې ويشتل شوې ده.
دوی وايي، چې چورلکه يې په يوه وزر وويشتله او په ډېرې سختۍ سره يې ځان تر هوايي اډې پورې رسولی، چې هلته يې بيا بېړنۍ ناسته کړې.
تر دې دمه د غور ولايت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.



