روزګان مرکز ترېنکوټ کې دوو پولیسانو خپل ۴ ملګري وژلي او طالبانو ته یې له ځانه سره مهمات وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۷) احمدالله مهاجر
له روزګان ولایت څخه خبري منابعو کابل ټکي کام ته وویل، چې د دغه ولایت مرکز ترېنکوټ کې دوو پولیسانو د خپلې پوستې ۴ ملګري ځای پر ځای وژلي دي او طالبانو ته یې له ځانه سره ګڼ مهمات وړي دي.
د را رسېدلي خبر له مخې، دغو دوو تنو پولیسو پرون غرمه ۱۲:۳۰ د ترېنکوټ اړوند په بلوچې سیمه کې د خپلې پوستې پر ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې ده.
خبر وايي، چې په دغه برید کې ۴ تنه پولیس ځای پر ځای وژل شوي دي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه دوه تنه پولیس د دوی «نفوذي مجاهدین» وو او د دوی تر جنګیالیو پورې، د ۶ میله کلاشنکوفونو، یوه ثقیل، یوه راکټ او له ګڼو نورو مهماتو سره روغ رمټ رسېدلي دي.



