د ایمان مسایل (اولسمه برخه)

 لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)

له شفاعت څخه مراد څه دي

پوښتنه : له شفاعت څخه مراد څه دي؟

ځواب : شفاعت شفارش ته ويل کيږي، د قيامت په ورځ به نبي علیه السلام د خدای تعالی په حضور کې د ګنهګارانو شفارش کوي، نبي علیه السلام ته دا فضيلت ورکړل شوی، خو بيا به هم د الله تعالی د جلال او جبروت له وجهې په آدب سره حضورصلی الله علیه وسلم به د شفاعت اجازه غواړي او چې کله اجازت وشي نو شفارش به کوي!

له نبي علیه السلام څخه پرته نور انبياء او شهداء به هم شفاعت کوي، ليکن له اجازې پرته هيڅوک شفاعت نشي کولی ([1]).

د کوم ډول ګناهونو د معاف کيدو لپاره به شفاعت کولای شي

پوښتنه : د کوم ډول ګناهونو د معاف کيدلو لپاره به شفاعت کولی شي؟

ځواب : له کفر او شرک څخه پرته د نورو ټولو ګناهونو د معاف کيدلو لپاره به شفاعت کولی شي، د کبيره ګناهونو څښتنان به شفاعت ته ډير محتاج وي، ځکه چې صغيره ګناهونه په دنيا کې په عبادتونو سره هم معاف کيدلای شي ([2]).

د انبياؤ علیهم السلام معجزې

د انبياء کرامو عليهم السلام د معجزاتو او حالاتو له ذکر کولو مخکې يو شمير داسې مسايل شته دي چې د هغو ذکر ضروري دى، او هغه دا چې (معجزه) په لغوي معنى سره له عجز څخه اخيستل شوې، عرب وايي : )عجز عن کذا اي لم يقدر عليه(.

ژباړه : يعنې د هغه عمل له ترسره کولو څخه بې وسه شو، يعنې په هغه عمل باندې قادر نشو، معجزې ته ځکه معجزه ويل کيږي چې بشر د هغه په کولو او ترسره کولو کې پاتې وي (يعنې انسان د هغې په څير څه نشي کولای او کاملا بې وسه وي) او علماء کرامو د معجزې اصطلاحي معنى دا ډول بيان کړې )وهي امر يظهربخلاف العادة على يد مدعي النبوة عندتحدي المنکرين على وجه يعجز المنکرين عن الاتيان بمثله(.

ژباړه : معجزه يو داسې کار دى چې د عادت خلاف د نبوت د مدعي په لاس له منکرينو سره د معارضې او مقابلې په وخت کې څرګنديږي، د دې امر ظهور او څرګنديدل په داسې طريقې سره کيږي چې منکرين د هغه د مثل له راوړلو څخه عاجزه کړي ([3]).

د معجزې او کرامت تر مينځ توپير

کرامت د لغت له مخې د شرافت په معنى سره استعماليږي، عرب وايي : )رجل کريم او شريف( او د هغه اصطلاحي معنى علماء کرامو داسې بيان کړې : )ظهور امر خارق للعادة من قبل الولي غيرمقارن لدعوى النبوة(.

ژباړه : د ولي په لاس د کرامت څرګنديدل داسې کار دى چې خارق العادت وي او د نبوت دعوى ورسره نه وي او بايد زياته شي چې په کرامت کې دا خبره ضروري ده  چې د کرامت ظهور د ولي په لاس څرګنديږي، چې د ايمان په صفت سره موصوف وي او يو شميرعلماؤ يې داسې معنى کړې چې کرامت يو خارق العادة امر دى چې د هغه شخص په لاس ظاهريږي څوک چې په علومو او اعمالو کې حقيقت ته رسيدلى وي.

ارهاص

دا خبره د يادولو وړ ده د نبوت مقام ته له رسيدو وړاندې چې کوم نادر او د عادت خلاف شيان له نبي څخه څرګنديږي د متکلمينو په اصطلاح هغو ته ارهاص ويل کيږي، د لويو او غټو ډبرو په توسط د بنياد او بنسټ محکمولو او ټينګولو ته ارهاص ويل کيږي، ګوا کې معنى يې دا ده چې نادر شيان د نبوت د اساس او بنسټ ټينګونکي دي او نبوت  ته له رسيدو وروسته چې له نبي نه کوم څه څرګنديږ ي هغو ته معجزه ويل کيږ ي ([4]).

د معجزې او سحر (جادو) تر مينځ  توپير

سحر يو فن دى چې د زده کړې او ښوونې په ذريعه حاصليږي، اما معجزه د تعليم او تعلم (ښوونې او زده کړې) په ذريعه نشي حاصليداى، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي: )ولکن الشياطين کفروا يعلمون الناس السحر(.

ژباړه : ليکن شيطانان کافر شول خلکو ته به يې سحر ور زده کاوه، له دې مبارک آية څخه معلوم شوه چې سحر يو فن دى چې د ښوونې او زده کړې په ذريعه حاصليږي، د دې په خلاف معجزه يو داسې امر دى چې د تعليم او تعلم په ذريعه نشي حاصليداى، الله تعالى د معجزې په هکله داسې فرمايلي: )قل انما الايات عندالله( .

ژباړه : ورته ووايه چې معجزې له الله تعالى سره دي.

د معجزې دويم فرق او توپير دا دى چې هيڅوک دمعجزې مقابله نشي کولاى، اما د دې په پرتله د سحر مقابله کولاى شي، ځکه چې ساحر سحر باطلولای او له منځه يې وړلاى شي، حضرت موسى علیه السلام د فرعون ساحرانو ته په خپله وينا کې داسې وفرمايل : ) مَا جِئۡتُمۡ  بِہِ ۙ السِّحۡرُ ؕ اِنَّ  اللّٰہَ  سَیُبۡطِلُہٗ ؕ اِنَّ  اللّٰہَ  لَا یُصۡلِحُ  عَمَلَ  الۡمُفۡسِدِیۡنَ ( ([5]).

ژباړه : هغه کوم څه چې تاسو د مقابلې لپاره وړاندې کړي جادو دى، په تحقيق سره الله تعالى به هغه باطل کړي، يقينا الله تعالى د تباه کارانو او مفسدينو کار نه اصلاح  کوي (نه سموي) معنى دا چې د سحر د باطليدو دليل دا دى چې الله تعالى به سحر او ستاسو دا عمل کيداى شي زر باطل او له منځه يوسي، او همدا سبب وه چې تر ټولو مخکې او ړومبى ساحرانو ايمان راووړ، د قرآنکريم مفسر علامه جلال الدين سيوطي رحمه الله  په خپل کتاب (حسن المحاضرة) کې ليکلي : د ساحرانو شميره  دوه سوه پنځوس زره وه، هغوی ته معلومه شوه او په دې پوه شول چې حضرت موسى علیه السلام په رښتيا برحق پيغمبر دى، او همدا سبب دى چې د مقابلې په ميدان کې زمونږ  سحر او جادو ناکام او باطل شو.

د کرامت او استدارج تر مينځ توپير

د صالح او نيک کس په لاس چې کوم خارق العادة کار ښکاره او څرګند شي هغه کار ته کرامت ويل کيږي، او که چيرته د بد کار او فاسق په لاس څرګند شي هغه استدراج ګڼل کيږي، علماء کرام وايي چې کرامت د صالحه اعمالو پايله او نتيجه ګڼل کيږي او استدارج د سيئه او ناوړه اعمالو نتيجه ګڼل کيږ ي، د فاسق او فاجر په لاس د خوارقو ظهور د الله تعالى له جانبه يوه فتنه او ازمايښت دى ([6]).

د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د يو شمير معجزو ذکر

د ځينو علماؤ د قول مطابق د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معجزو شمير يو زر دی او يو شمير علماء د هغوی شمير درى زره ښودلى دى، مګر د اصح قول له مخې  محمدي معجزات محصور او معدود نه دي ([7]).

قرآن عظيم الشان

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په معجزاتو کې قرآنکريم تر ټولو لويه او عظيمه معجزه دی چې د قيامت تر ورځې پورې به قايمه او دائمه وي، او د څلور سوه کلونو په تيريدلو سره هيڅوک په دي نه دي قادر شوى چې د قرآن د يوه آيت په څير  آيت جوړ کړي لکه څرنګه چې قرآنکريم د (فاتوا بسورة من مثله) آيت په ذريعه  ټولې بشري نړۍ ته اعلان کړى چې د قرآنکريم ديوه سورة مثل دې راوړي، څرنګه چې د عربو فصحاء او بلغاء له دې کار څخه عاجز شوي، نو له همدې کبله د عجمو عجز بالضرورة ثابت  دى، الله تعالى په بل ځاى کې دا مفهوم داسې بيان کړى:

)قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا( ([8]).

ژباړه : ووايه (اې محمده ! دوی ته) خامخا که يو ځای (راټول) شي ګرد انسانان او ګرد پيريان په دې چې راوړي په شان د دې قرآن (په فصاحت، بلاغت او درايت کې) نو را به نه وړي په شان د دې (قرآن) اګر که شي ځينې د دوی له ځينو نورو سره ملا تړي (او مرستيان) ([9]).

بل ځای الله تعالى جل جلاله فرمايلي : )وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ  ………….. الاية( ([10]).

ژباړه : او که چيرې يی تاسې په شک کې له هغه قرانه چې ټوټه ټوټه نازل کړی دی مونږ په بنده خپل (محمد باندې) نو راوړی تاسې يو سورت په شان د ده ! او را وبولئ (اې مشرکانو!) مدد ګران خپل بې له الله څخه که يی تاسې رښتيا ويونکي (په دې دعوی کې چې دا د انسان کلام دی) پس که ونکړی شو تاسو (دا کار) او له سره به يې ونکړی شي پس وساتی تاسې (ځانونه) له هغه اوره چې خس (خشاک) د هغه بنيادمان او تيږې (ګټې) دي، چې تيار کړی شوی دی (دا اور) لپاره د کافرانو ([11]).

له پورتنيو آيتونو څخه قرآني اعجاز ثابت شو چې په نړۍ کې تر اوسه پورې څوک نه دي بريالي شوي چې د قرآنکريم د يوه آيت يا يوه سورة په څير کوم آيت يا سورت جوړ او مرتب کړي او قرآنکريم تر قيامته پورې يوه قايمه او دائمه معجزه دی .

د سراقه د خسف معجزه

له براء بن عازب رضی الله عنه څخه متفق عليه حديث روايت شوى، نوموړى وايي چې حضرت ابوبکر رضی الله عنه وفرمايل )فارتحلنا النبي صلى الله عليه وسلم بعدما مالت الشمس  الحديث(  حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه فرمايي: د هجرت په موقع کله چې زه له جناب رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره شرف ياب (ملګرى) وم سراقه بن مالک زمونږ په تعقيب پسې را روان وه، څه وخت چې سراقه مونږ ته نزدې په حرکت کې وه هغه مې وليد او رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته مې عرض  وکړ چې يو کس زمونږ د نيولو هڅه کوي، رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : مه پريشانه کيږه، ځکه چې لوى خداى جل جلاله له مونږ سره دى، وروسته يې د سراقه په حق کې ښيرا وکړه چې د هغې په اثر د سراقه اسپه تر ګيډې پورې په زمکه کې ننوتله او سراقه وويل ما ته معلومه شوه چې تاسو زما په حق کې ښيرا کړې، اوس که دعا راته  وکړى چې له دې مصيبت څخه  خلاص شم نو لوړه کوم  څوک هم چې ستاسو په تعقيب کې وي هغه به بيرته ستنوم او له  لارې څخه به يې ګرځوم، همدا وه چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم د نوموړي په حق کې دعا وکړه او له مصيبت څخه ورته نجات حاصل شو، وروسته چې به هر څوک له سراقه سره مخامخ کيدل هغه کس ته به يې ويل چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او ملګری يې په دې لوری (طرف) کې نشته (يعنې هغوى ديخوا ته  نه دي راغلي)  دا  لورى ما په خپله  کتلى دى ([12]).

د زخم رغيدو معجزه

عن يزيد بن آبي عبيده قال رائيت اثر ضربة في ساق سلمة بن الاکوع

د پورتني حديث په استناد کله چې د خيبر په غزاء کې سلمه بن اکوع سخت ټپي شو او زياتره خلکو د نوموړي د زياتو ټپونو له امله دا ګمان  کاوه  چې سلمه وفات شو، حضرت سلمه قيصه کوي : زه د رسول اللهصلی الله علیه وسلم په حضور کې حاضر شوم او درى ځله يې د زخم ځاى دم کړ چې سمدستي درد ورک شو چې تر اوسه پورې يې بيا هيڅ درد نه دى کړى او دا د نبي علیه السلام لويه معجزه وه ([13]) .

د شق القمر معجزه

شق القمر د نبي کريمصلی الله علیه وسلم لويه معجزه وه چې په قرآني آيتونو او بې شميره احاديثو باندې ثابته  شوې، لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي : )اِقۡتَرَبَتِ السَّاعَۃُ  وَ انۡشَقَّ  الۡقَمَرُ ( ([14]).

ژباړه :  را نږدې شو قيامت او څيرې دوه ټوټې شوه سپوږمۍ ([15]).

‌له حضرت ابن مسعود او ابن عباس  رضي الله عنه څخه په ډيرو ر وايتونو ثابته شوې چې د مکه اوسيدونکو د شق القمر معجزه له رسول اللهصلی الله علیه وسلم څخه وغوښتله چې وروسته د رسول اللهصلی الله علیه وسلم په دعا او الهي حکم سره د قمر انشقاق دوه ځله رامنځته شو چې بيا پورتنى آيت  نازل شو ([16]).

شيخين له حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کوي : کله چې  سپوږمۍ دوه ټوټې شوه  مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې ناست وه چې د قمر يا سپوږمۍ يوه  ټوټه د غره يوه لوري ته او بله ټوټه يې د غره بل لوري ته وه ، رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل تاسو د سپوږمۍ په انشقاق باندې ګواهان (شاهدان) اوسى.

بيهقي او ابونعيم له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کوي : کله چې د سپوږمۍ انشقاق رامنځته شو نو د مکه مشرکانو ويل چې په تاسو باندې سحر او جادو شوى، په حقيقت کې د قمر انشقاق نه دى رامنځته شوى، چې وروسته هغوى له هغو مسافرو څخه کوم چې له اطرافو څخه راتلل په دې اړه پوښتل، مسافرو به د سپوږمۍ ټوټه کيدل تصديقول او همدا شان شيخينو د حضرت ابن عباس رضي الله عنه په روايت شق القمر ثابت کړى، ابو نعيم د عطا له طريقه او ضحاک له عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي چې مشرکينو له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې که چيرته رښتيا ته د الله تعالى برحق استازى يې نو بايد مونږ ته سپوږمۍ داسې دوه ځايه کړې چې يوه ټوټه يې د ابو قبيس د غره د پاسه او بله ټوټه يې د قعيقان د غره د پاسه قرار ولري، پس رسول اللهصلی الله علیه وسلم د مياشتې د څوارلسم په شپه له الهي دربار څخه غوښته وکړه چې اې الله ! د کفارو غوښتنه  تر سره کړې، همدا وه چې د الهي حکم په اساس د سپوږمۍ انشقاق د کفارو له غوښتنې سره سم رامنځته شو او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وفرمايل چې تاسو ګواهان (شاهدان) اوسى.


([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٦.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٦.

([3]) شرح العقائد.

([4]) معجزات رسول 3، ص : ٧.

([5]) سورة يونس، آية : ٨١.

([6]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.

([7]) الخصائص الکبرى للسيوطي،ج :٢، ص : ٤٠٣.

([8]) بني اسرائيل، آية : ٨٨.

([9]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۶۶۳.

([10]) البقرة، آية : ۲۳ – ۲۴.

([11]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۷ – ۱۸.

([12])  مشکوة شريف، باب في المعجزات، ص : ٥٤٦.

([13]) رواه البخاري.

([14]) القمر، آية :١ .

([15]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۱۲۸۵.

([16]) قرطبي تفسير، ج :١٧، ص :٢٨١.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button