(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۸) زرغون خوږیاڼی
د ملي امنیت ادارې دیوې مطبوعاتي اعلاميې له خبرورکړ، چې هغه استرالیايي میرمن يي د تښتونکو له منګولوازاده کړې ده چې څلور میاشتي وړاندې په جلال اباد ښار کې له خپل دفتر څخه په پوځي جامو کې وسله والو لخوا تښتول شوې وه.
یاد استرالیايي میرمن ویلسن نومیږي، چې په کترین هم مشهوره ده، دا میرمن (زردوزي) په نامه د یوې خیریه مؤسسې مشره وه، چې له بې وزله ښځو سره یې پخپل لګښت د همکارۍ چارې پیل کړې وې، ویلسن له دې خیریه ټولنې سره له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کار کوي.
ملي امنیت ویلي، یاده میرمن یې په روداتو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده او په دې تړاو یې څو تنه دقضيې په تړاو نیولي، چې پوښتنې ترې روانې دي.
ویل شوي، چې د ویلسن روغتیايي حالت ښه دی.


















