(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۸) زرغون خوږیاڼی
افغان کرکټ بورډ ادارې خبر ورکړ، چې د روان کال د سپتمبر په وروستیو ورځو کې به د افغانستان کرکټ ملي ټيم له بنګله دیش ملي ټیم سره درې یو ورځينۍ ۵۰ اوریزې لوبې وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي دي، چې له څه مودې راهیسې یې هڅې کولې تر څو د ملي لوبډلې لپاره د یو شمېر بشپړ نړۍ وال غړیتوب لرونکو هېوادونو سره لوبې برابرې کړي او په دې بریالي شول.
افغان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ سره په دې موافق شول، چې د روان کال سپټمبر میاشتې پر ۲۵ مه، ۲۷ مه او ۳۰ مه نېټه به افغان کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دیش له ملي لوبډلې سره درې یو ورځينۍ ۵۰ اوریزې لوبې ترسره کړي.
افغان کرکټ بورډوايي، چې مونږ نوره هم هڅه کوو تر څو نورو نړۍ والو کرکټ لوبډلو سره د لوبو زمینه برابره کړو.
یادې لوبې به د بنګله دیش د میر پور ښار په شیربنګال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.


















