ننګرهار: طالبان وايي، چې د چاپې پر مهال یې ۲۰ خارجي او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو ویلي، چې نن سهار وختي امریکایي او داخلي عسکر د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د چاپې لپاره له هیلیکوپترو ښکته شوله، چې له کلک برید سره مخامخ شول.

طالبانو په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې نن سهار وختي امریکايي عسکرو د خپلو کورنیو داخلي عسکرو په ملګرتیا د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند سپين جومات سیمه کې غوښتل د مجاهدینو په یوه سنګر باندې چاپه ووهي، چې له کلک غبرګون او برید سره مخ شول.

طالبان زیاتوي ، چې په سیمه کې امریکايي او داخلي عسکر له پراخه بریدونه سره مخ شول، چې له امله يې ۱۳ تنه بهرني او کورني سپيشل فورس عسکر ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.

دوی وايي، چې امریکایانو دخپلو مړو او ټپيانو د انتقال لپاره ۳ ځله سيمې ته امبولانس هلیکوپترې را واستولې.

طالبانو په یاده چاپه کې د خپلو ۵ ملګرو د مړینې او ۳ نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکوي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې امریکايي ځواکونو د وارخطايې او د خپلومړو د غچ اخیستنې په موخه د عامو خلکو په کورونو بمباري وکړه، چې په کې ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په شمول شهیدان او ټپيان شول.

تر دا مهاله په افغانستان کې میشتو خارجي قواو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button