بلجيم: بروکسل کې بمي بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۸) الماس خدرخېل

د بلجيم پلازمېنې بروکسل په يو انستيتيوت کې تېره شپه بمي بريد شوی، ويل کېږي چې د کريمنولوژۍ انستيتيوت ته يو شمېر کسان په موټرو کې ورغلي او په ياد انسټيټيوټ يې بمي بريد کړی.

د چاودنې له امله ودانۍ زيانمنه شوې خو ځاني زيان نه لري، رسنيو ويلي چې په ودانۍ کې د شپې ناخوته څوک نه و، ځکه يې ځاني تلفات نه لرل.

نوموړی انسټيټيوټ د بلجيم هېواد د عليې وزارت اړوند دی، پوليسو پېښه تر څېړنې لاندې نيولې ده.

د يادونې ده، چې د روان کال مارچ په ۲۲ مه نېټه د نوموړي هېواد په هوايي ډګر او ميترو سټيشن هم بريدونه وشول، چې پکې ۳۲ تنه ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button