يمن: پوځي مرکز کې سرتيري بريد لسګونه تنه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۸) الماس خدرخېل

د يمن امنيتي چارواکي وايي، چې  د عدن  ښار په پوځي تعليمي مرکز کې سرتيري بريد د لومړنيو راپورونو له مخې لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او په لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

په ياد مرکز کې هغه حکومت پلوه وسلوال ځواکونه روزل کېدل، چې د حوثي ځواکونو پر خلاف يې جګړه پر مخ بېوله.

سيمييزو چارواکو ويلي دي، چې د چاودېدونکو توکو نه بار موټر په ياد مرکز کې چاودنه کړې.

عدن ښار په دې وروستيو کې ناامنه ولايت ياد شوی او ډيری برخه يې  د عبدرب منصور هادي ځواکونو په واک کې ده.

ويل کېږي، چې سعودي عرب د ښاغلي هادي ملاتړ کوي او د حوثي ياغيانو پر خلاف د حوثيانو تر واک لاندې سيمو باندې په سعودي کې بمبارۍ کوي.

د يمن حکومت وايي، چې په سيمه کې ايران دولت حوثيانو ته نظامي توکي ورلېږی او د هغوی په ملاتړ يې تورنوي.

د حوثيانو او يمني ځواکونو تر منځ د سولې خبرې څو ورځې وړاندې بې نتيجې پاي ته ورسېدې.

بايد وويل شي، چې په  ۲۰۱۵ کال لومړیو کې حوثیانو صنعاء ښار ونیو، چې د ياد هېواد ولسمشر عبد ربه منصور هادي له یمن نه ووت.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button