پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دلمونځ مسایل ( نولسمه برخه )

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 29, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
16
ځلې شریک شوی
199
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)

د اسلام په باره کې د لژو معلوماتو لرونکي کس امامت

پوښتنه : يو داسې سړى کوم چې انګريزي ډيره ښه ويلاى او ليکلاى شي، مګر د اسلام په باره کې دومره معلومات نلري، آيا داسې کس کله نا کله امامت کولاى شي؟ .

ځواب : که چيرته د شرعي پابند وي، د لمانځه ضروري مسايل پيژني او په قرآن کريم باندې د ضرورت په اندازه پوهيژي نو امامت کولاى شي ([1]).

د مشرک د جنازې کونکي امامت

پوښتنه : کوم کس چې د مشرک سړي د جنازې لمونځ کړى وي د هغه شا ته لمونځ کول څرنګه دي؟.

ځواب : د چا چې اخيره خاتمه په شرک باندې شوې وي د هغه لپاره د مغفرت دعا غوښتل او د هغه د جنازې لمونځ کول قطعاً روا نه دي، که يوه سړي د مرده په مشرک کيدو علم درلود او سره له دې بيا يې هم د هغه د جنازې لمونځ وکړ نو د داسې کس امام جوړول روا نه دي ([2]).

ايا يو امام په دوه جوماتونو کې امامت کولاى شي

پوښتنه : که په يوه کلي کې دوه جوماتونه په يو څه فاصله کې موجود وي او په دواړو جوماتونو کې په کافي اندازه لمونځ کونکي هم وي، مګر په دغه ټول کلي کې د امامت وړ (لايق) کس يوازې يو سړى دى، آيا يو لمونځ په مختلفو وختونو کې په دواړو جوماتونو کې همدغه يو امام کولاى شي او که نه؟ په شريعت کې څه ګنجايش شته او که نه؟.

ځواب : يو کس دوه ځلې امامت نشي کولاى، ځکه چې د هغه لومړنى لمونځ فرض دى او دويم يې نفل دى، د فرض لمونځ کونکو اقتداء د نفل کونکي شا ته نه صحي کيژي ([3]).

په غلطو محفلونو کې د ګډون کونکي امامت

پوښتنه : يو سړى د سندرو، ډولونو او مستو خنداګانو په ځاى کې په شوق سره ناست دى د داسې کس امامت ځرنګه دى؟.

ځواب : په داسې مجالسو کې ګډون ناروا دى، که چيرته له دغه کس څخه بهترين د امامت وړ دويم سړى موجود وي نو د هغه امامت مکروه دى، د دويم سړي امام جوړول پکار دي، تر هغه وخته تر څو چې هغه توبه ونکړي ([4]).

امام له پورته (دويم) منزل څخه هم امامت کولاى شي

پوښتنه : که چيرته په جومات کې له يوه څخه زيات چتونه وو نو آيا امام له لوړ (پورته) منزل څخه امامت کولاى شي او که په لاندني منزل کې د امامت کول ضروري دي؟.

ځواب : په لوړ (پورته) منزل کې هم امامت کولا‌ى شي، مګر بهتر، مناسب او متوارث دا ده چې امام په لاندني منزل کې وي ([5]).

په زيات علم لرونکي او کم علم لرونکي کې کوم يو بهتر دى

پوښتنه : يو سړى په مسايلو باندې ښه خبر دى، دويم سړى کم علمه دى، په دغو دواړو کې د امامت وړ (مستحق) کوم يو دى؟ او که چيرته د کم علم لرونکي شا ته د زيات علم لرونکى لمونځ وکړي نو صحي دى او که نه؟.

ځواب : د امامت وړ (مستحق) هغه کس دى کوم چې د لمانځه په مسايلو زيات پوهيژي، مګر که چيرته د ډير علم لرونکى د کم علم لرونکي شا ته لمونځ وکړي نو لمونځ يې کيژي ([6]).

د ګوډ او شل امامت

پښتنه : آيا ګوډ او شل سړي ته امامت کول پکار دي؟ کله چې غير معذور کسان موجود وي؟.

ځواب : که چيرته د ارکانو په اداء کولو کې خلل نه واقع کيدو نو هيڅ خبره نشته ([7]).

دا غلطه ده چې سيد د امامت مستحق دى

پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې له سيد پرته بل څوک د امامت مستحق نه دي، داسې ويل صحي دي او که نه؟.

ځواب : دا غلطه ده چې له سيد پرته بل څوک د امامت مستحق نه دي، د امامت مستحق والى په علم، بهتري او تقوى باندې دى، او کوم سړى چې په مسايلو باندې خبر وي هغه اګر که سيد نه وي په نسبت سره هغه سيد ته چې په مسايلو خبر نه وي د امامت ډير مستحق دى ([8]).

په سر او ژيره باندې د نکريزو لګونکي امامت

پوښتنه : مونژ چې په کوم ځاى کې کار کوو هلته مونژ د لمانځه د اداء کولو لپاره يو ځاى ځانګړى کړى، چيرته چې د کار کولو په وخت کې د ماسپښين او مازديګر لمنځونه په جماعت سره اداء کيژي، کوم حافظ صاحب چې دلته امامت کوي هغه دلته د همدغې ادارې ملازم دى، مګر د ملازمت په سلسله کې هغه هيڅ معاوضه نه اخلي، مسئله په اصل کې دا ده چې هغه له څو ورځو راهيسې ژيره او سر د نکريزو په رنګ رنګوي، چې په ښکاره يې هيڅ لامل نه تر سترګو کيژي، پوښتنه دا ده چې آيا د حنفي فقهې له مخې د هغه شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟ او کوم خلک چې د هغه شا ته لمونځ کوي آيا د هغوى لمنځونه کيژي او که نه؟.

ځواب : کوم امام چې تورې نکريزې لګوي د هغه شا ته لمونځ کول مکروه تحريمي دي ([9]).

اذان او امامت دواړه يو کس کولاى شي

پوښتنه : که چيرته اذان او امامت يو کس کوي نو دا روا ده او که نه؟.

ځواب : چې يو کس اذان کوي او امامت هم کوي دا په شريعت کې صحي ده، بلکې په دې کې ثواب ډير دى ([10]).

د بينک د ملازم امامت مکروه تحريمي دى

پوښتنه : که چيرته پيش امام په بينک کې ملازم وو آيا د هغه شا ته لمونځ کيدلاى شي؟ (په ځانګړي توګه کله چې د هغه دنده د سود کار وبار وي) او تنخوا يې حرامه ده که حلاله؟.

ځواب : په بينک کې ملازمت ناروا دى، او د داسې امام امامت مکروه تحريمي دى، بينک تنخوا چونکه له سود څخه اخيستل کيژي له همدې امله هغه هم حلاله نه ده ([11]).

د بواسيرو لرونکي امامت صحي دى او که نه

پوښتنه : يو کس د خوني بواسيرو ناروغ دى او هر وخت د هغه د وينې د جاري کيدو ويره دى، د داسې کس امامت سره له دې چې تندرست امام هم شتون لري صحي دى او که نه؟.

ځواب : د وينې د جاري کيدو د ويرې له امله شرعا هغه کس معذور نه دى، شرعا په هغه وخت کې معذور دى کله چې د لمانځه په ټول وخت کې هغه ته دومره موقع په لاس نه ورځي چې اودس وکړي او د دغې ناروغۍ له بې اوداسي پرته لمونځ وکړي، هر کله چې هغه دا وخت معذور نه دى نو د هغه امامت صحي دى، هيڅ کراهيت د همدغه لامل په بناء د هغه په امامت کې نشته، او په کوم وخت کې چې هغه معذور شي نو بيا د تندرستو امامت نشي کولاى، په دې وخت کې امامت د هغه د عذر په وخت بالکل ناروا دى ([12]).

د سود له روپيو څخه د امام تنخوا

پوښتنه : د يو شمير بينکونو لخوا په جوړو شويو جوماتونو کې امامت کول او د بينک له لوري تنخوا اخيستل روا دي او که نه؟.

ځواب : دغه جومات که چيرته د سود په روپيو جوړ شوى وي نو په هغه کې لمونځ کول مکروه دي او د امام تنخوا که چيرته د سود له روپيو ورکول کيژي نو دا تنخوا حرامه ده ([13]).

په جومات کې د زنا کونکي امامت

پوښتنه : يوه امام په جومات کې دننه زنا وکړه، دوو سړيو په خپلو سترګو وليدو او نوموړى امام تل همداسې حرکات کوي، د داسې امام شا ته د لمانځه کولو حکم څه دى؟.

ځواب : داسې کس کوم چې په دا ډول فواحشو کې مبتلاء وي فاسق او ګنهګار دى او د هغه امامت مکروه تحريمي دى، لازمه ده چې هغه له امامت څخه ليرې کړى شي، او دويم نيک او عالم امام مقرر کړى شي، او که چيرته پوره عالم نه وي نو کم له کمه دومره دې وي چې د لمانځه په مسايلو خبر وي او قرآنکريم صحي تلاوت کولاى شي ([14]).

د سينما ليدونکي امامت

پوښتنه : کوم کس چې سينما ته ځي او فلمونه ګوري، په تلويزيون باندې فلمونه او سندرې هم ګوري، په راډيو او ټيپ باندې هم سندرې او موسيقي آوري، او په جومات کې امامت هم کوي، د هغه شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : د داسې کس شا ته لمونځ کول مکروه تحريمي دي، داسې کس دې امام نه جوړيژي ([15]).

کوم امام چې د شراب خور سړي د کور دعوت خوري د هغه امامت

پوښتنه : کوم سړى چې په رمضان او نور مياشتو کې په ښکاره شراب خوري امام ته د هغه د کور د ډوډۍ خوړل، نکاح او جنازه کول څرنګه دي او کوم امام يې چې کوي يا يې کړي وي او له خوراک او څښاک يې پرهيز نکوي د هغه متعلق څه حکم دى؟ .

ځواب : شراب خوري او د روژه په مياشت کې پرته له عذره د روژه نه ساتونکى فاسق او ګنهګار دى، په مسلمانانو لازمي دي چې له هغه سره سلام، کلام، خوراک او څښاک ونکړي، د جنازه لمونځ يې پرته له شک پکار دى، مګر په ژوند کې له هغه سره راشه درشه نه ده پکار او کوم امام چې پرته له کوم ضرورت او مجبوري له داسې خلکو سره راشه درشه ساتي او له انکار او کراهيت پرته له هغه سره خوراک او څښاک کوي هغه هم ګنهګار دى، د امام جوړولو وړ (لايق) نه دى ([16]).

د تلويزيون ليدونکي او د سندرو آوريدونکي شا ته لمونځ کول

پوښتنه : کوم مولوي، قاضي يا د جومات امام چې د تلويزيون او سندرو شوقي وي، د داسې کسانو شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : کوم کس چې تلويزيون ګوري او سندرې آوري هغه فاسق دى، هغه دې له امامت څخه ليرې کړى شي او د هغه شا ته لمونځ کول مکروه تحريمي دى ([17]).

د نوي مسلمان امامت

پوښتنه : د نوي مسلمان شوي شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : روا دى ([18]).

د رشوت خور سړي امام جوړول صحي نه دي

پوښتنه : که د کوم جومات امام رشوت اخلي نو د هغه شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : رشوت اخيستل ګناه کبيره ده، د هغې مرتکب فاسق دى او د فاسق امامت مکروه تحريمي دى ([19]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٣٢، بحواله درمختار مع الشامي، ج : ١، ص : ٥٥٧، باب الامامة.

([2]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٨٦، بحواله الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١ / ٥٦٠، وکذا في تبيين الحقائق، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١ / ٣٤.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٣٣، بحواله هدايه، ج : ١، ص : ١٢٧، باب الامامة.

([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٢١٦، بحواله الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١ / ٥٥٩ – ٥٦٠، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١ / ٦١٠ – ٦١١.

([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٣٥، بحواله فتاوى شامي، ج : ١، ص : ٦٤٦، باب مايفسد الصلوة وما يکره فيها.

([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٦٨، بحواله عالمګيري مصري، کتاب الصلوة، الباب الخامس في الامامة، الفصل الثاني، ج : ١، ص : ٧٠، ط،، م، ج : ١، ص : ٨٣.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٤٠، بحواله ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٦٢، مطلب في امامة الامرد.

([8]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٧٥، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار باب الامامة، ج : ١، ص : ٥١٨.

([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٤٢، بحواله عالمګيري، ج : ٥، ص : ٥٥٩، کتاب الکراهية، والباب العشرون.

([10]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٧٦، بحواله ردالمحتار باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٧٢.

( ) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٤٧، مشکوة، ص : ٢٤٤، الفصل الاول، باب الربا، الجوهرة النيرة، ج : ١، ص : ٥٨، ايضا فتاوى شامي، ج : ١، ص : ٥٦٠.

([12]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٨١، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب الحيض مطلب في احکام المعذور، ج : ١، ص : ٢٨١، ايضا باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٤١.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٤٦، بحواله شامي، ج : ١، ص : ٦٥٨، ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ٥، ص : ٩٨، مطلب الحرمة تتعدد.

([14]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٨٥، بحواله ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٠٣.

([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٥٢، بحواله ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٥٩ – ٥٦٠.

([16]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٨٧، بحواله ردالمحتار مطلب المواضع التي يکره فيها السلام، ج : ١، ص : ٥٢٥، ردالمحتار، باب زکوة الغنم مطلب في التصدق من المال الحرام، ج : ٢، ص : ٣٥.

([17]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٥٢، بحواله ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٥٩ – ٥٦٠.

([18]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٠٩، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٢٠.

([19]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٥٤، بحواله الزواجر، ج : ٢، ص : ١٨٨ – ١٨٩، درمحتارؤ ج : ١، ص : ٥٥٩.

مخکینې مطلب

يمن: پوځي مرکز کې سرتيري بريد لسګونه تنه وژلي

بل مطلب

ايران د اټومي دستګاه د ساتنې په موخه، روسي دفاعي توغندي نصب کړي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com