(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۸) الماس خدرخېل
ايراني پوځي چارواکو ويلي، چې د قُم اټومي بټۍ له پاسه يې پرمختللي توغندي ځاى پر ځاى کړي دي.
روسي S-300 ډوله دفاعي توغندي د (فردو) په نوم د ایران د یورانیمیو د غني کولو بټۍ د امنیت له پاره ځای پر ځای کړل شوي دي. دغه گام د نورو دستگاوو له پاره هم په پام کې نیول شوی دی.
د ايران د دافع هوا قومندان جنرال فرزاد اسماعيلي وايي: ((د ایران فضا اوس په سيمه کې تر ټولو خوندي فضا ده)) هغه زياته کړې چې: د ايران اټومي بټۍ بايد په هر ډول شرايطو کې خوندي وساتل شي.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنايي ويلي دي، چې په قم ښار کې د فردو اټومي بټۍ له پاسه يې روسي ساخت توغندي د ممکنه بريد د مخنيوي لپاره نصب کړي دي.
چارواکو ويلي دي، چې S300 ډوله توغندي ۲۵۰ کيلو متره واټن کې هدف په ښه توګه ويشتلی شي.
د سيمييزو رسنيو له قوله، چې له روسي دفاعي توغنديو سره د ياد هېواد نورې اتومي بټۍ هم خوندي کېدلی شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې ایران ته د S-300 ډوله توغندیو په انتقالولو پیل کړی وو. په پام کې ده چې د کال تر پای پوري د ۷۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ټول قرار داد بشپړ شي.
د توغندیدو د انتقالولو قرار داد په اصل کې په ۲۰۰۷م کال کې لاسلیک شوی وو، خو د ایران د اتومي پروگرام پر سر د شخړي له کبله ياد قرارداد د روسیې له لوري ځنډول شوی و.
په سيمه کې ايران له اسراييلو وېره لري، چې ښايي کله هم د دغه هېواد پر اټومي بټيو هوايي بريد ترسره کړي.


















