سرلیکنه
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ سازمان وايي، چې د روان کال له پيل څخه افغانستان ته تر څلورولکو زياتې کورنۍ ستنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان ويلي، چې د روان کال د جنوري د مياشتې د لومړۍ نيټې څخه د اګست د ٢٧ نيټې پورې شميره څرګنده وي، چې اکثر افغانان سره د امنيتي ستونزو چې په هيواد کې ورسره مخ دي خپل هيواد ته ستنيږي.
په کابل کې د يو، اين، سي، ايچ آر دفتر ويلي، چې په دې راستنو شوو افغان کډوالو کې ٩٧سلنه له پاکستانه او پاتې ٣سلنه ېې له ايرانه خپل هيواد ته راستانه شوي دي.
که د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان شميرې ته وګورو دوی ېې يواځې افغانستان ته دراستنيدونکو افغان کورنيو يادونه کړې ده؛ خو دا يې نه ده څرګنده کړې چې په دې راستنو شوو کورنيو کې په ايران او پاکستان کې د قانوني اوغيرقانوني کډوالو شميره څومره ده.
هيواد ته د قانونوني افغان کډوالو څخه مو غرض دا دی، چې کومو افغان کډوالو سره مرستې کيږي په پاکستان کې خو هغو راستنيدونکو افغانانو سره د يو کس پرسر تر ٤٠٠پورې ډالر ورکوي، چې يا د کډوالۍ کارت او يايي ماشوم د واکسين راجيسترکارت ولري، که د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې يواځې قانوني راجسترشوو کډوالو سره مرسته کيږي نو بيا خو هغه افغانان چې په پاکستان او يا ايران کې د اوسيدا قانوني اسناد ونه لري دلته په خپل هيواد کې به هم له مرستو بې برخې پاتې شي.
له ايرانه د مخه هم افغان کډوال خپل هيواد ته راستنيدل، چې شمير ېې تردوه لکوپورې رسيدلې و؛ خو د څه وخت نه چې پاکستاني چارواکو د دواړو حکومتونو د سياسي تاو تريخوالي له امله د تورخم دروازه وتړله او افغانانو ته ېې خپل هيواد ته د سنيدا غږ وکړ، تر ۷۰۰۰۰ زياتې افغان کورنۍ خپل هيواد ته راستنې شوې، که د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ورځنی راپور وشکيرو تر يولکو زياتې کورنۍ هيواد ته راستنې شوي دي.
په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوال، چې په دولتي ځمکو کې ېې کورونه جوړکړي وو اکثر د پاکستان د پوځ لپاره خالي کړل شوي دي؛ خو په کومو شخصي ځمکو چې افغان کډوالو کورونه جوړکړي و، هغوی د ځمکو خاوندانو ته کلنۍ کرايه ورکوله او کم شمير ېې په کلیو اوښاري کورونو کې په کرايه وسيدل، چې د کورونو د لوړو کرايو له امله افغا نانو په پنډغالو کې ژوند غوره کړى و.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې ويلي، چې افغان حکومت دې افغان کډوالو ته د اوسيدلو ځمکې برابرې او د ملګرو ملتونو لخوا به ورسره د خوراکي توکو او د ژوند اړوند سامانونو مرسته و کړي.
افغان دولت تر اوسه پورې د ملګرو ملتو د کډولو ادارې ته پدې اړه کوم ځوا ب نه دی ويلی، ځکه چې افغان دولت په راتلونکي اکتوبر کې په بروکسل کې جوړيدونکې غونډې ته انتظار دی، چې د ملګرو ملتونو لخوا به افغانستان ته راستنيدونکو کډوالو سره څومره مرسته اعلان کړل شي.
پاکستاني چارواکو چې افغان کډوالو ته خپل هيواد ته د سنيدا خبر ورکړ، د روانو جګړو له امله د نا امنيو او خراب اقتصادي حالت ته په کتو سره چا دا فکر نه کاوه، چې افغان کډوال به د يوه بهير په توګه خپل هيواد ته ستانه شي.
د روان کال په پيل کې چې د حکومت سره د ګلبدين ډلې لخوا د ځا ن د پخلاکيدوپه اړه خبرې روانې وې، ګلبدين ډلې په پیښور کې ميشت د شمشتو او له شمشتو بهر يادې ډلې پورې اړونده کسانو ته ويلي وو، چې په افغانستان کې ېې د دولت سره د حزب اسلامي په چوکاټ کې د هر نفر پر سر يوه نمره ځمکه د شرطونو څخه يو شرط دى؛ چې د زيات شمير ساده کډوالو څخه ېې زر پاکسانۍ کلدارې هم راټولې کړي دي.
اوس چې د ګلبدين د ډلې د پخلاينې پروسه ناکامه شوه، ددې ډلې کسان په کوهاټ، پيښور، ايبټ آباد او نورو سيمو کې کډوال خپل هيواد ته له ستنيدا راګرځوي او وايي چې په افغانستان کې موجوده شرايط د ستنيدا وړ نه دي.
د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمشنري وايي، چې هيواد ته د افغانانو د را ستنيدا اسانتياوې یې برابرې کړي دي ااو د بلې خوا په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عامه اړيکو مسئوله دنيا اسلم وايي، چې په خيبر پښتونخواکې مو افغان کډوالو ته د سنيدا لازمې اسانتياوې برابرې کړي دي.
شايد نن ورځ په پيښور کې د خيبر پښتونخوا د ايالتي مشرانو لخوا چې پکې به د افغان کډوالو اړوند مرکزي مشران هم ګډون وکړي يوه غونډه جوړه شي او د افغان کډوالو په اړه به پکې د اړتيا وړ خبرې وشي.
که پاکستان افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړي؛ خو تر څو چې د تورخم لاره تړلې وي افغانان نور نه غواړي په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند ته دوام ورکړي.

















