امريکا غواړي هند سره يو ستر جنګي تړون لاسليک کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۸) الماس خدرخېل

امريکايي مشهورې فوربس مجلې ليکلي دي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هند لومړی وزير به د اګست په ۳۰ نېټه په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو تر منځ يو لوی جنګي تړون لاسليک کړي.

دوی زياتوي، چې د دغې تړون له مخې به دواړه هېوادونه يو د بل تأمينات، اضافي پرزې، خدمتونه او سون توکو د بيا اخيستنې آسانتياوې کاروي.

همدارنګه د تړون له لاسليکولو وروسته به د امريکا وسلوال ځواکونه کولی شي، چې د هند له بيسونو او هندي ځواکونه به د امريکايي بېسونو څخه استفاده کولی شي.

ویل کیږي په دې وروستیو کې امریکا له هند سره اړیکې پراخوي، چې دا حالت به د پاکستان لپاره د زغم وړ نه وي، ځکه امریکا د پاکستان یو مهم ملاتړی یادیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button