مولوي جلال الدین حقاني او احمدشاه مسعود

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
سیاست دوست او دښمن نه لري، که د جهاد وروستیو کلونو د سرتاسري شورا د غونډو اړوند مواد راټول کړل شي، په ډیرو مواردو کې احمدشاه ‏مسعود او مولوي جلال الدین حقاني څنګ په څنګ ناست او پریکړي کوي، ویل کیږي چې د سرتاسري شورا د کاميابۍ راز په دي کي وو چې ‏مولوي جلال الدین حقاني د احمدشاه مسعود په غوښتنه پکې ګډون وکړ، چې وروسته بیا د شورای نظار انحصار او مولوي جلال الدین حقاني ‏پریکون وکړ.‏
عیني شاهدان وایې چې یوځل د بدخشان ولایت په توپ خانه سېمه کې چې د چترال د لارې به د شاه سلیم کوتل باندي مجاهدین همدې سيمې ته ‏اوښتل، د مجاهدینو دلویو قومندانانو غونډه وه، کله چې مولوي جلال الدین حقاني د مجلس ځای ته ورسیدی، احمدشاه مسعود لوڅې پښې منډه ‏ورواخیستله، دحقاني صاحب د احترام لپاره په خاورو کې هم څو قدمه مخکې ورغی او د حقاني صاحب تود هرکلی یې وکړ. (د مجاهدینو دا ډول ‏غونډي به تر ډیره په وچه ځمکه تر شنه اسمان لاندي کیدلي).‏
په ۱۳۵۴ ل. کال کې چې د پنجشیر د قیام پلان د ډیورنډ هغې غاړي ته جوړیدی، هغه وخت احمدشاه مسعود او جلال الدین حقاني دواړه د نظام په ‏مخالفت کې د ډیورنډ هغې غاړې ته تللي وو، د احمدشاه مسعود او په ټوله کې د پنجشیر د قیام مشري خواجه محفوظ منصور په غاړه درلودله، چې ‏بیا ونیول شو او د داوود خان له خوا ووژل شو.‏
‏۱۹۹۱ اګست میاشت کې چې کله احمدشاه مسعود ته پاکستان د ورتګ بلنه ورکړه، مسعود د چترال ها خوا ګرم چشمې سیمې ته ورغی، هلته یې د ‏پاکستان د پوځ لوی درستیز اسلم بیګ او د امریکا سفیر اوکلي تود هرکلی وکړ، په چورلکه کې اسلام اباد ته ولاړل، ویل کیږي پدغه وار احمدشاه ‏مسعود ته پاکستان ډیره زیاته مرسته ورکړه، که سعدالدین شپون ددغه سفر جریان له دوستانو سره شریک کړي، ښه به وي، ځکه ویل کیږي چې ‏هغه د امریکا ږغ راډیو د خبريال په توګه په چورلکه کې ورسره تللی وو.‏
له اسلام اباد څخه وروسته احمدشاه مسعود د پېښور ښار ته څیرمه د څمکنۍ په سېمه کې د جمعیت اسلامي په دارالایتام کې څو ورځې اوسیدی ‏او ملاقاتون یې کول، دارالایتام چې د استاد رباني شخصي ملکیت وو، په ودانۍ کې دننه څو نورې ښکلې او موډرنې ودانۍ وي، د کابل ارګ ته یې ‏ورته والی درلود، احمدضیاء مسعود او یونس قانوني به د مولوي جلال الدین حقاني او احمدشاه مسعود په یاد ځای کې د ملاقات ورځ له یاده نه وي ‏وتلي، چې په زرګونو کسان، او په سلګونو واړه د جمعیت قومندانانو د مسعود د لیدو انتظار کاوو، ولي له حقاني صاحب سره د احمدشاه مسعود ‏لیدنې بېل اهمیت درلود.‏
کله چې د بوبریګدال سره د طالب مشرانو تبادله وشوه، د خوست اوسیدونکی د مولوي جلال الدین حقاني باوري مجاهد حاجي محمد نبي عمري ‏ورور حافظ عبدالرشید او انس حقانی د مولوي جلال الدین حقاني زوی چې د مدرسې زده کوونکی وو، د عمري پوښتنې ته قطر ته ورغلل.‏
انس حقاني او حافظ عبدالرشید له قطر څخه د بیرته راګرځیدو پرمهال‎ ‎د ۲۰۱۴ ز. کال د اکټوبر میاشت کې په بحرین کې د امریکایانو له خوا ونیول ‏شول، کابل ته راوستل شول، افغان حکومت ته وسپارل شول، او په ۲۸ اګست ۲۰۱۶ داسي خبرونه خپاره شول چې پر انس حقاني ابتدایه محکمې د ‏اعدام حکم کړی دی.‏
انس حقاني د نیولو پرمهال ویل کیږي ۱۸ کلن زده کوونکی وو، دا ډول حافظ عبدالرشید هم د یو عام وګړي ژوند درلود، ویل کیږي چې ښکاره ‏ثبوت نشته چې دا کسان نظامي کسان دي، د بحرین په هوایې ډګر کې تش لاس نیول شوې، اوس د خپل ورور سراج الدین حقاني په غچ کې پر انس ‏حقاني د اعدام حکم شوی.‏
سراج الدین حقاني د مولوي جلال الدین حقاني زوی دی، چې د دولت ضد جګړو باندي بوخت دی، ویل کیږي چې ډیری دولت ضد پيچلي عملیات ‏دده کسان کوي.‏
د روان کال د مئ میاشت کې ۶ تنه طالب بندیان اعدام شول، ویل کیږي چې د شمال ټلوالي (د احمدشاه مسعود لارویانو) لخوا فشار وو چې دوه نور ‏کسان انس حقاني او حافظ عبدالرشید هم باید اعدام شي.‏
جالبه داده چې د ګوانتانامو زندان څخه چې حاجي محمد نبي عمري چې تر لسو ډیرکلونه یې پکې تیرکړل، راخوشی شو، هلته پري د اعدام حکم ونه ‏شو، انس حقاني چې دده پوښتنې ته ورغلي وو، په خلیجې هیواد کې ونیول شول او پر هغه د اعدام غوښتنه کیږي، دابتدایه محکمې د اعدام حکم ‏ویل کیږي د شمال ټلوالې (د احمدشاه مسعود د ملګرو) د فشار نتیجه به وي.‏
په لیري پرتو سيمو کې د یوې کورنۍ داسي غړي هم شته چې یو ورور یې له طالبانو سره او بل ورور یې په اردو او یا پولیسو کې وي، دا ډول د کورنۍ ‏یو غړی له حکومت سره کار کوي، خو د کورنۍ نور غړې یې په اطرافو کې هستوګن وي، که د یو او بل په ګناه خلک نیول کیږي، نو بیا د اربکیانو ‏قانون سم دي، صحرايې محاکمو ته دي حکومت جواز ورکړي، قانون او محاکمو کې د اصلاحاتو اړوند پروسه دي ودروي.‏

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button