د نړۍ مظلوم وګړی!؟

جواد څارګر
د تاریخ غېږ له وحشتونه ډکه ده، د انسانانو په دې نړۍ کې د انسان له لاسه، انسانیت رنګارنګ وحشتونه لېدلي او زغملي، چا انسانان ژوندي ښخ کړي، چا یې په سرونو لوبې کړي، چا د انسان له وینو خوند اخیستی، چا انسانان سرو غوړیو ته غورځولي، چا یې پر سرونو مېخونه ټک وهلي، چا تر ورځو ـ ورځو انسانان راځوړند کړي. د انسانیت سره دا دومره نارواوې ځینو انسانانو دخپلو موخو دتحقق لپاره ترسره کړي.
په معاصره نړۍ کې د تاریخ مظلوم وګړی طالب دی، طالب د وحشت ښکار دی، د طالب سره جفا روانه ده، د طالب د نیست کولو هڅې شروع دي.
طالب چاته څه ویلي؟ طالب په چا پسې تللی؟ طالب د چا د عزت پړونی څېرې کړی؟ طالب دچا په کور ورختلی؟ طالب چاته ښکنځل کړي؟ طالب څوک تحقیر کړي؟ طالب څوک بمبارد کړي؟ طالب دچا بچوڼي چغولي؟
پر کومه ګناه په طالب بمونه اوري؟ دا کوم جُرم دی چې پنځلس کاله یې طالب سزا ګالي؟ دا څومره ستر جرم دی چې د یو طالب د وژلو لپاره ودان کلي له بېخه نړول کېږي، د شپې د غلو په څېر چاپې پرې اچولی کېږي، واړه ـ زاړه او ښځمنې یې په سرو وینو لمبول کېږي؟
که طالب د’بن لادن’ د نه ورکولو سزا ګالي، پخپله امریکا لګیا ده د ترکیا ‘ګولن’ پالي او له اردوګانه د ګولن د جرم ثبوتونه غواړي، طالب هم ثبوت غوښت. آیا نړۍ داسې مسوَّده لري چې د یو فرد لپاره زرګونه افراد بمبارد شي، کلي وران شي، وینې وبهېږي او ودان وطن په کنډوالو بدل شي؟
طالب په سرو اورونو ورګډ شو، طالب د پتنګ عشق وننګاوه، طالب له تنکۍ سېنې بمونه تاو کړل، طالب خپل نازک بدن تسمه ـ تسمه کړ، طالب خپله ځواني په فاسفورسو لولپه کړه، طالب خپله ول ـ ول پګړۍ له دین او وطنه صدقه کړه.
په طالب د نړۍ وحشتونه وازمویل شول، د طالب د نیم ژوانده جسد پر پښه کې پړی واچول شو او د افغانستان په تېږو او دښتو کې راښکل شو، د طالب په نازنین مخ د اروپا د فاحشو، د ماهانه مرض مردارې وینې وشېندل شوې، د طالب ګلورین بدن په سپیو وداړل شو، د طالب مور ـ خور ـ ورور ـ پلار ـ لور او ځوی په خړو موزو ووهل شول، شتمنۍ یې چور ـ تالان شوې او برجورې کلاګانې یې په توپونو ووېشتل شوې. کوم وحشت دی چې د نازک طالب پر خلاف ونه کارول شو او پر ګلالي طالب ونه ازمویل شو؟
اې! دوی له طالب څه غواړي؟
همدا چې د جهاد داعیه پرېږده، دین تشریفاتي کړه، الهي قوانین د بندګي(ډیموکراتیکو) قوانینو پر وړاندې معطل کړه او ددین له اصلي روحه تېر او د غرب لخوا پلان شوي منځلاري دین ته سلامي شه؟
داسې ناروا غوښتنې نه یواځې طالب ته د منلو وړ نه دي، بلکې هیڅ یو اصیل مسلمان دېته چمتو نه دی.
د همدې لپاره طالب د ‘۹۰ریاست’ مظالم وګالل، د کیوبا تکالیف یې وزغمل او د نړۍ د ټول طاغوت مخې ته لکه سندان ودرېد.
نو طالب څه غواړي، چې ځان لولپه کوي خو سر نه خم کوي؟
طالب دین غواړي، د دین تنفیذ او تحکیم غواړي، د خدای پر مځکه د خدای نظام حاکمول غواړي، محکوم او مظلوم مسلمان د غرب له اسارته خلاصول غواړي، پر ټوله نړۍ کې امن قایمول غواړي او د نړۍ د قانون له مخې دا د هر چا مسلَّم حق دی؛ خو د طالب پر حق بیا د نړۍ د ‘لاء’ (قوانینو) ټول دعوېداران خاموش دي او طالب د خپل حق پر غوښتلو وژل کېږي، نو تاسو وا د نړۍ مظلوم وګړی طالب نشو؟
له دې هر څه په اسانه دا أخذ کولای شو، چې طالب د روانې جګړې برحق طرف دی، ټوله نړۍ په ظلم ورته اشر ده او مخالفت یې د طالب د وجود سره نه دی، بلکې د طالب د مفکورې سره دی.
طاغوتي نړۍ غواړي بندګي قوانین پر الهي قوانینو مقدم کړي او د نړۍ د نورو باطلو ادیانو په څېر اسلام هم د یو څو اسلام دښمنه او ځان خوښو بندګانو پر خوښه او ګټه تعبیر او تفسیر کړي او طالب د دوی د ناوړه او شومو اهدافو د تحقق پر وړاندې خنډ دی، ځکه ترهګر! دی، ځکه وحشت ګر! دی او ځکه د هر وحشت او بربریت مستحق دی!.


